د ودونو ټاپو

د انځور حقوق YANA GRIBOVSKAYA
Image caption د قبرص محکمو کې شوي ودونه په اسراییل او لبنان کې قانوني حیثیت لري.

له منځني ختیځ نه هر کال نژدې ۳۰۰۰ جوړې د واده لپاره قبرص ته ځي. لامل یې دا دی، چې هغه جوړې چې په دودیز ډول له مذهبي لارې د واده کولو پر ځای د محکمې له لارې ودونه کول غواړي د دوی دغه هيله په قبرص کې په اسانۍ پوره کېږي.

ریچل او او عبدالقادر چې په پورته تصویر کې لیدل کېږي، له دغو جوړو یوه ده، چې د واده کولو لپاره له لبنان نه قبرص ته راغلي دي. لبنان کې د دوی په څېر د مينې دغسې ډېرې کیسې شته، ځکه چې دغه هېواد کې د بېلو مذهبونو منونکي خلک ژوند کوي.

د انځور حقوق
Image caption رېچل او عبدالقادر وايي دوی به لبنان ته له ستنېدو وروسته لویه میلمستیا کوي

رېچل عیسوي مذهبه ده او عبدالقادر مسلمان دی، دوی وايي نه غواړي خپل مذهب بدل کړي، ځکه یې په قبرص کې د محکمې له لارې د واده کولو پرېکړه کړې. رېچل د خپل واده په هکله وايي، غوښتل یې په دودیزه توګه له مذهبي لارې واده وکړي، خو وايي موږ بله لاره نه درلوده، ځکه لبنان کې د محکمې له لارې واده کول ممکن نه دي.

ډېری هغه کسان، چې د محکمې له لارې د واده کولو لپاره قبرص ته ځي، د لبنان یا اسراییلو اوسېدونکي دي.

قبرص ته وداه لپاره د دغو کسانو د ورتګ یو لامل لږ لګښت دی او بل یې هم په دغه هېواد کې د واده کولو قانوني حیثیت دی.

د قبرص محکمو کې شوي ودونه په اسراییل او لبنان کې قانوني حیثیت لري. په دې اړه د قبرص لارنکا ښار کې د ودونو ادارې یو مسوول مایکلیکس ملاس وايي:

د انځور حقوق YANA GRIBOVSKAYA
Image caption قبرص له دغه ډول ودونو پام وړ مالي ګټه هم پورته کوي

''زموږ شاوخوا هېوادونو محکمو کې ودونه نه کېږي، زموږ هېواد تر ټولو نژدې داسې هېواد دی، چې محکمو کې یې رسماً ودونه کېدای شي''

د منځني ختیځ یو شمېر هېوادونو کې داسې هڅې وشوې، چې خلک وکولای شي د محکمو له لارې ودونه وکړي، خو ځايي مذهبي مشرانو د دغې چارې مخه ډب کړه. د منځني ختیځ یو شمېر هېوادونو کې له اسلامي قوانینو سره سم ودونه کېږي او د لږکیو اړوند کسان بیا له خپلو مذهبي عقیدو سره سم ودونه کوي.

قبرص له دغسې ودونو پام وړ مالي ګټه هم تر لاسه کوي. د یوه اټکل له مخې ویل کېږي، چې دغه هېواد کې د بهرنیانو ودونو لګښت یو میلیارد ۳۵۰ زره امریکايي ډالرو ته رسېږي.

رېچل او عبدالقادر وايي دوی به لبنان ته له ستنېدو وروسته لویه میلمستیا کوي. عبدالقادر وايي لبنان کې باید چارواکي په دې اړه فکر وکړي او په محکمو کې د واده کولو لپاره اجازه ورکړي.

ورته مطالب