د سوریې لپاره د مرستو کاروان لا هم پر پوله ولاړ دی

د انځور حقوق Reuters

ملګري ملتونه وایي؛ سوریه کې د رامنځته شوي اوربند درې ورځې وروسته هم د بشردوستانه مرستو کاروان د ترکیې پر پوله ولاړ دی او دمشق هغوی ته د ننوتلو اجازې له ورکړې ځان څنګ ته کوي.

د پنجشنبې په ورځ له سوریې راپورونه ورکړل شول، په داسې حال کې چې له اوربند نه ۷۲ ساعتونه تېرېږي د حلب په ختیځ کې ملکي ساحه خلک د خوراکي توکو او اړتیا وړ موادو ترلاسه کولو ته شېبې شمېري.

بلخوا، روسیه چې پر دې اوربند د څارنې مسوولیت پرغاړه اخستی ویلي، د سوریې ځواکونه د کاستلو له سړکه چې د حلب ختیځ ته غځېدلې اصلي لاره ده، د شاته تګ په حال کې دي.

سره له دې نن د امریکا بهرنیو چارو وزارت وویل، د بشار اسد ځواکونو د شاته تګ د تایید لپاره یې "معتر شواهد" نه دي ترلاسه کړي.

د سوریې کلابندو ښارونو ته د مرستو رسول د امریکا او روسیې د هوکړې یوه اصلي برخه وه چې په ترڅ کې یې د دوشنبې له ورځې اوربند پیل شوی، خو هغسې چې ملګري ملتونه وایي، پر خوراکي توکو بار ۲۰ لارۍ چې ټاکل شوې وه د حلب ختیځ ته لاړې شي، لا هم د ترکیې پر پوله ولاړې دي.

د سوریې لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړي استازي سټیفن ډیمسټورا د پنجشنبې په ورځ (سپتامبر ۱۵مه) وویل، مرسته رسوونکی سوریې ته د ورتګ جواز چې ټاکل شوې وه د سوریې دولت یې صادر کړي، لا هم نه دی ترلاسه کړی.

ښاغلي ډیمیسټورا جنیوا کې خبریالانو ته وویل، "موږ نشو کولی د شخړو کمېدو دغه ورځې له پرمختګ پرته له لاسه ورکړو."

هم مهاله د روسیې د بهرنیو چارو مرستیال وزیر میخایل بوګدانوف بي بي سي ته ویلي، ددغو جوازونو د ورکړې پروړاندې اصلي ستونزه د موټرو د ډرېورانو پېژندنې اسناد دي.

"هغوی هېڅ اسناد نه لري؛ نه پاسپورت لري او نه هم د موټرچلونې لایسنس. څرګنده نه ده چې څوک دي؛ کېدای شي هرڅوک وي. سره له دې هم زه باور لرم چې موږ کولی شو دا ستونزه په چټکه توګه حل کړو."

په همدې حال کې سوریه کې د روسیې پوځي چارواکو ویلي، د سوریې ځواکونو د کاستلو له استراتیژیکې لارې په تدریجي ډول شاته تګ پیل کړی.

د حلب ختیځ کې د اورپکو تر ولکې لاندې سیمو کې ولسي وګړو ته د مرستو رسولو لپاره دا لاره ډېر اهمیت لري.

له دې لارې شاته تګ شاته تګ او له پوځیانو تشې سیمې رامنځته کول د اوربند لپاره د امریکا او روسیې ترمنځ په شوې هوکړه کې له اصلي خبرو و.

ورته مطالب