په لمریزه انرژۍ چلېدونکې رکشه بریتانیا ته ورسېده

د انځور حقوق
Image caption د سفر یوه ځانګړنه دا وه، چې خلکو راسره ډېره مرسته وکړه نوین ربیلي

هغه رکشه، چې د سولار یا لمریزې انرژۍ له لارې چلیږي، له هند نه اووه میاشتې وروسته بریتانیا ته ورسېده.

د دغې رکشې هندي نژاده استرالیايي نوین ربیلي دغه سفر کې نژدې ۱۰ زره کیلومتره لار ووهله. د نوموړي سفر پنځه ورځې ځکه وځنډېد، چې لاره کې یې بټوه او پاسپورټ غلا شول. د ښاغلي ربیلي د سفر هدف د برېښنايي او لمریزې انرژۍ په اړه عامه پوهاوی ډېرول دي.

هغه وايي، خپل سفر به بنکنګهم ماڼۍ کې پای ته ورسوي. د ربیلي رکشه کې یوه بستره، د لمریزي انرژۍ پر مټ چلېدونکی داش او یوه المارۍ ایښي، چې هغه په کې د لارې اوږدو کې د خلکو له لوري ورته ډالۍ شوي خواړه ساتل.

ربیلي وايي:

د انځور حقوق
Image caption نوین خپل سفر د هند له بنګلور ښاره پیل کړی و او رکشه یې د بېړۍ له لارې ایران ته ولېږدوله شوه

''د سفر یوه ځانګړنه دا وه، چې خلکو راسره ډېره مرسته وکړه. خلک ټوک ـ ټوک ( رکشه ) ډېره خوښوي. دوی به راتله او له ماسره به یې سیلفي عکسونه اخیستل. کله چې به مې دوی ته وویل دغه رکشه د پټرولو پر ځای د لمریزې رڼا پر مټ چلیږي، حیران دریان به پاتې شول.''

نوین خپل سفر د هند له بنګلور ښاره پیل کړی و او رکشه یې د بېړۍ له لارې ایران ته ولېږدوله شوه. له هغه ځایه نوموړی د ترکیې، بلغاریا، اتریش، سویس او فرانسې له لارې بریتانیا ته ورسېد.

فرانسه کې د هغه پاسپورټ او بټوه هغه مهال غلا شول، چې نوموړی تشناب کې و او دی اړ شو، چې د بل پاسپورټ لپاره عریضه وکړي.