هېکرانو د سیمون بایلز او سرینا فایلونه افشا کړل

د انځور حقوق Getty
Image caption سیمون بایلز دا مهال د جمناسټیک تر ټولو مخکښه لوبغاړې بلل کیږي.

په لوبو کې د ناقانونه درملو منع کوونکې ادارې(واډا) پر هغو روسي هیکرانو نیوکه کړې، چې د امریکا د اولمپیک اتلانو پټ طبي اسناد یې راښکاره کړي دي.

کوم اتلان چې له دوی څخه اغېزمن شوی، په هغو کې د ټېنېس ستوري سرینا ولیمز، وینس ولیمز او د جمناسټیک لوبغاړې سیمون بایلز شامل دي.

د "فینسي بیرز" په نوم یوې ډلې د واډا د ټیټابیس د هېک کولو مسوولیت منلی دی.

له دې پېښې وروسته بایلز ویلي، چې د اې ډي اېچ ډي ناروغۍ د درملنې لپاره له ډېر وخت راهیسې دارو کاروي.

د هېکرانو ډلې پر هغه تور لګولی چې دماغ ته قوت ور کوونکي دارو په لا قانونه ډول کاروي، خو بایلز وايي، چې تل يې د اصولو او مقرراتو خیال ساتلی.

د متحده ایالتونو جمناسټیک ادارې په یوه بیان کې ویلي، چې د ریو اولمپیک کې د سرو زرو څلورو مډالونو ګټونکې بایلز د دارو کارولو لپاره له واډا څخه اجازه اخیستې ده.

واډا هم په یوه بیان کې ویلي، چې دا سایبري برید د منع شویو درملو د کارولو د مخنیوي لپاره د هغو نړیوالو هڅو د زیانمنولو په موخه دي چې لوبغاړو پیل کړې دي.

له بلې خوا د روسیې د حکومت یوه ویاند دیمیتري پیسکوف ویلي دا خبره "د تصور وړ نه ده" چې د دې هیکېنګ تر شا دې د روسیې د استخباراتي ادارو لاس وي.

هیکرانو تر هغه ځانګړي ریکارډ پورې ځانونه رسولي، چې په هغه کې د داسې لوبغاړو نومونه درج دي چې په استثنایي ډول د طبي موخو لپاره منع شوي درمل کاروي.

د متحده ایالتونو جمناسټیک ادارې ویلي"بایلز په ریو اولمپیکس کې هیڅ قانون نه دی مات کړی"

له بلې خوا فینسي بیرز ویلي، چې دا استثنا په اصل کې ډوپنګ یا غیرقانونی دوایانو کارونې ته سرخلاصی اجازه لیک دی.

د روسیې دوه لوبډلې د حکومت د پردې ترشا د ادعا شوي ملاتړ لرونکي ډوپنګ پروګرام له امله په ریو اولمپیکس کې له برخې اخیستلو منع شوې، پر دې سربېره یې ټولو لوبغاړو ته په پار اولمپیک کې هم د ګډون اجازه ور نه کړل شوه.

د واډه عمومي مشر اولیور نیګلي وايي، دا خبره معلومول غواړي چې مجرم د نړیوالې ډوپننګ ضد ورور ولۍ له خوا پر روس د باور جوړلو لپاره هڅې سبوتاژوي.

ورته مطالب