پاکستان کې د اورګاډو ټکر له امله لږ ترلږه ۴ تنه وژل شوي

د انځور حقوق Reuters
Image caption ويل کېږي ټکر دومر زورور و چې امله يې يو شمېر ډبې له پټلۍ وتلې او وېجاړې شوې دي

په پاکستان کې د سپرلۍ او بار وړونکي اورګاډي د ټکر له امله لږ ترلږه څلور تنه وژل شوي دي.

پېښه د پنجاب ملتان ته څېرمه له پېښوره د راتلونکي مساپر وړونکي او بار وړونکې اورګاډي د ټکر له کبله رامنځ ته شوې ده.

د پاکستان تلويزيون د ژغورنې ډلو له خولې ويلي، چې په دغه پېښه کې له ۱۲۰ تنو ډېر ټپيان شوي هم دي.

ويل کېږي ټکر دومر زورور و چې امله يې يو شمېر ډبې له پټلۍ وتلې او وېجاړې شوې دي.

د پاکستان د راډيو په وينا مساپر لېږدونکی اورګاډی له پښوره کراچۍ ته روان چې د ملتان بوج تمځای سره نژدې ټکر شو.

د دغې پېښې انځورونه
د انځور حقوق Reuters
Image caption پېښه د پنجاب ملتان کې له پېښوره د راتلونکي مساپر وړونکي او بار وړونکې اورګاډي د ټکر له کبله رامنځ ته شوې ده

ټپيان د ملتان روغتونونو ته لېږدول شوي دي. د اورګاډو چارو وزارت وياند بي بي سي ته ويلي چې د د غې برخې وزير خواجه سعد رفيق د پېښې د پلټنې حکم کړی دی.

له پېښې وروسته ګڼ کسان په اورګاډي کې بند پاتې وو چې ويل کېږي اوس ايستل شوي دي.

د ژغورنې ډلې وياند د اې پي پي خبري رسنۍ ته ويلي، پېښه ځايي مهال سهار۳:۰۰ بجې شوې ده.

تر دې وړاندې هم د پاکستان په بېلابېلو برخو کې دا ډول پېښې رامنځ ته شوې دي.

روان کال د سيند په حيدراباد سيمه کې هم يو اورګاډی له باروړونکي موټر سره ټکری شوی وو چې له امله يې ۱۱ تنه وژل شوي وو.

تېر کال د بلوچستان بولان سيمه کې د اورګاډي اوښتو پېښه کې ۱۲ کسان وژل شوي او په لسګونو نور ټپيان شوي.

د انځور حقوق Reuters
Image caption د ژغورنې ډلې وياند د اې پي پي خبري رسنۍ ته ويلي، پېښه ځايي مهال سهار۳:۰۰ بجې شوې ده.

ورته مطالب