غني: هېڅوک د هند او افغانستان تر منځ د سوداګرۍ مخه نشي نيولی

هندوستان ټايمز

هندوستان ټايمز ورځپاڼه د ولسمشر غني له قوله ليکي "هر څوک چې د هند او افغانستان تر منځ د سوداګرۍ مخه نیسي د دوی مخه به ډب کېږي".

ورځپاڼه په هند کې د ولسمشر غني پر څرګندونو ليکنه کړې چې يوه برخه کې يې د پاکستان "ښه ترهګر او بد ترهګر" تګلاره ناسمه بللې ده.

اشرف غني په يوې وينا کې ويلي چې د افغانسان- هند تجارتي اړيکو ته بدبين خلک دې خپل نظر بدل کړي.

واشنګټن پوسټ ورځپاڼه

د امريکا چاپ واشنګټن پوسټ ورځپاڼې د افغانستان پر بيا رغونې د څار امريکايي ادراې، سيګار پر رپوټ مطلب ليکلی، چې څنګه د امريکا پيسې د دې لامل شوې چې افغانستان کې فساد وده وکړي او نومبدي واکمن د بې ثابتۍ لامل شي.

ورځپاڼه د رپورټ له پاڼو ليکي د امريکا متحده ايالاتونو نومبدو ځواکمنو کسانو ته قراردادونه ورکول او ملګرتيا يې ورسره پاله.

رپورټ کې راغلي، خلکو طالبانو ته د دې لپاره مخه کړې چې د دولت په مخالفې ليکې کې ودرېږي.

د انځور حقوق
Image caption سیګار وايي د امریکا بېغورۍ افغانستان کې اداري فساد زیات کړ

ورځپاڼه د رپوټ پر بنسټ ليکي نومبدو، سياست کې ښکېلو ډلو ټپلو فساد او ناامني خپره کړې چې د دې ټولو لاملونو يو ځای کېدلو، د دولت مشروعيت تر پوښتنې لاندې راوستلی او خلکو پر دولت خپل اعتبار له لاسه ورکړی دی.

رپوټ ليکي، بل خوا افغان دولت له دومره فساده ډکو شبکو په منګولو کې حصار پاتې دی چې له منځه وړل يې په خپله دولت ګواښوي.

اېکسپرېس ټرېبيون

د پاکستان چاپ اېکسپرېس ټرېبيون ورځپاڼې، د افغانستان پر تاريخي ميراثونو ليکلی، چې د دغه هېواد تاريخي خزاني يو مهال د لرغونوپوهانو لپاره د ورېښمو پر سوداګريزې لارې د ليدو تر ټولو په زړه پورې سيمه وه.

د دغې ورځپاڼې په وينا، لسيزو اوږدې جګړې د افغانستان لرغوني میراثونه داسې د خلکو له فکره پاک کړل چې اوس يوه ډله لرغونپوهان په دې لګيا دي چې دغه ځايونه بېرته نقشه کې شامل کړي.

ايکسپرېس ټرېبيون ليکي، افغانستان کې ستونزه دا ده چې پر تاريخي ځايونو او معدنونو داسې ولکه اچول شوې لکه شخصي شتمنۍ چې وي.

ورځپاڼې د زمردو او لاجوردو يادونه کړې چې يو مهال د مصر فرعونانو په جواهراتو کې کارېدل. اېکسپرېس ټرېبيون د هغو لرغونيانو په اندېښنې ليکنه کړې چې افغانستان کې د ملي او شخصي غوښتنو پر سيالۍ يې کړې.

د انځور حقوق .
Image caption ورځپاڼه وايي دغه شمېر کډوال د نړۍ له بېلابېلو هېوادونو منل کېږي

نيويارک ټايمز

نيويارک ټايمز ورځپاڼه خبر ورکوي چې سپينه ماڼۍ تکل لري راتلونکي کال ته له ۱۱۰۰۰۰ کډوال ومني.

ورځپاڼه ليکي دغه شمېر کډوال د نړۍ له بېلابېلو هېوادونو منل کېږي، تېر کال امريکا ۸۵۰۰۰ کډوال منلي وو.

د راتلونکي کال له ۱۱۰۰۰۰ کډوالو امريکا ۴۰۰۰۰ له منځني ختيځ او جنوبي اسيا مني. ۳۵۰۰۰ له افريقا، ۱۲۰۰۰ له ختيځې اسيا، ۴۰۰۰ له اروپا او ۵۰۰۰ له لاتينې امريکا.