هغه کوترې او مږې چې ناروغي پېژندلای شي

د انځور حقوق MOHD RASFAN
Image caption کوترې د لید حیرانونکي حافظه لري

د یوه ناروغ سره د مرستې په خاطر له یوې مږې او یا کوترې څخه کار اخیستل ښايي یو څرګند انتخاب نه وي، خو دا مخلوقات ځینې ځانګړي مهارتونه لري چې د انسانانو د ناروغیو د پېژندنې اوعلاج سره مرسته کولای شي.

ځینې خلک ښايي فکر وکړي چې کوترې چټلي جوړوي او په ښارونو کې د مزاحمت سبب ګرځي، خو هغوی د یو شمېر ډېرو حیواناتو له جملې څخه دي چې کولای شي انسانانوسره مرسته وکړي.

سره د دې چې د کوترې ماغزه زموږ د لاس د ګوتې له څوکې ډېر نه دي، هغوی د لید یوه حیرانونکې حافظه لري.

وروستیو څېړنو ښودلې چې کوترې داسې روزل کېدای شي چې د انسانانو په شان په دقیق ډول د تصویرونو له مخې د تیونو سرطان وپېژني او تشخیص يې کړي.

زموږ درې نور بڼکې لرونکي او پشم لرونکي دوستان هم شته دي چې د طب په ډګر کې ستر اغېز درلودای شي.

له لابراتواري مږو ترلابراتواري تخنیکرانو

معمولا ویل کېږي چې مږې ناروغۍ خپروي، د ناروغیو مخه نه نیسي، خو د اوږدې لکۍ لرونکی دا حیوان ځينې خورا حساس غړي لري چې کولای شي ځینې شیان ومومي او ژوند وژغوري.

د مږو په پزه کې تر ۱،۰۰۰ پورې بېلابېلې د بوی موندونکې حجرې شته، په داسې حال کې چې انسانان یواځې ۱۰۰ یا ۲۰۰ ډوله دغسې حجرې لري. له دې امله مږې کولای شي ډېرکمزوري بویونه هم احساس کړي.

د انځور حقوق ADRIEN BARBIER
Image caption یو ډول افریقايۍ مږې د نري رنځ/ سل ناروغۍ د موندلو لپاره ډېرې دقیقې حسي حجرې لري

د جنوبي افریقا د مپوتو د ښار د ایډوارډو مونډلین په پوهنتون کې د دغو مږو د قابلیتونو په اړه څېړنې کېږي، څېړنو ښودلې چې روزل شوې مږې کولای شي هغه ځانګړی بوی کشف کړي چې د نري رنځ يا توبرکلوز ناروغۍ د مکروب لخوا د انسانانو په بدن کې تولیدېږي.

کله چې مږې دا بوی ومومي، ځای پرځای درېږي او خپلې پښې یو له بله سره موښي او په دې ډول اشاره کوي چې د نري رنځ مکروب يې موندلی دی.

معمولا لابراتواري تخنیکران د ناروغ انسان له بدنه نمونې اخلي او پر یو سلایډ باندې يې تر مایکروسکوپ لاندې ګوري. هغوی په دوو ورځو کې نژدې ۱۰۰ نمونې کتلای شي، خو مږې دا کار په ۲۰ دقیقو کې کوي.

د مږو په مرسته د ناروغیو تشخیصول یوه ارزانه طریقه ده چې ځانګړو تخنیکي وسایلو ته اړتیا نه لري، چې په ځینو هېوادونو کې نه پیدا کېږي، چېرې چې د نري رنځ ناروغي ډېره وي. د مږو په مرسته د نري رنځ ناروغۍ د مکروب موندلو طریقه دقیقه هم ده – مږې کولای شي ژر او دقیق تشخیص وکړي او په دې توګه د ډېرو خلکو ژوند وژغوري.

سپی ډاکټر- له وړاندې نه د میرګي حملې خبرداری ورکوي

سپیان د ډیرې مودې راهیسې د انسانانو تر ټولو ښه دوستان ګڼل کېږي ـ خو د کلونو په تېرېدو سره هغوی ثابته کړې چې څومره ډېر مهارتونه درلودای شي.

په دې وروستیو کې، څېړونکو موندلې چې سپیان کولای شي د میرګې حملې نه وړاندې انسان ته خبرداری ورکړي- په داسې حال کې چې ناروغه انسان ښايي په خپله هېڅ خبر هم نه وي.

سالي برټن د ماشومتوب په وخت کې په میرګي ناروغۍ (Epilepsy) اخته شوه چې له هغې راهیسې يې د ژوند ټول اړخونه ورته اغېزمن کړل.

هغه وايي: "زه هېڅکله یواځې نشم پاتې کېدای، زه باید تل په کور کې اوسم او د ملګرو موندل او د نویو خلکو سره کتنه راته سخته ده. اکثرا زه د ډېر یواځیتوب احساس کوم."

۱۳ کاله پخوا د لومړي ځل لپاره د هغې سپي ورته له وړاندې نه د میرګي حملې خبرداری ورکړ. سالي وایی: "د داسې یو سپي په درلودلو سره چې د میرګې له حملې وړاندې راته خبرداری راکوي زما ژوند د ژوند کولو وړ وګرځېد،"

د انځور حقوق AMYLAW
Image caption کله چې سالي باندې د میرګي حمله راتلونکې وي رابي نومی سپی ورته له وړاندې نه خبرداری ورکوي

"کله چې مې د سټار په نامه یو سپی درلود یو له لومړیو کارونو څخه چې ما وکړ دا و چې ځانته مې یوه پیاله چای جوړ کړل، دا هغه څه وو چې په تېرو ۳۰ کلونو کې مې نشوای کولای ځکه وېرېدم چې که جوش اوبه مې په لاس کې وي د میرګې حمله راباندې رانشي. وروسته ما وکولای شول چې په یواځې توګه ښار ته لاړه شمه – دا هم زما په ټول ژوند کې لومړی ځل و."

تراوسه پورې نه ده روښانه چې سپیان څرنګه له وړاندې نه د میرګي حمله احساسولای شي. ویل کېږي چې کېدای شي د انسان د بدن په حرکاتو کې ډېر واړه بدلونونه د سپي لپاره د خبرداري سبب کېږي، خو ځینې خلک دا فکر هم کوي چې کېدای شي د بوی احساس هم په دې کې رول ولري.

کله چې سټار نومی سپی مړشو، سالي د رابي په نوم یو بل سپی پیدا کړ. د سټار په شان رابي هم د یوې بریتانوي خیریه موسسې لخوا روزل شوی و.

د سپیانو د ملاتړ په نامه خیريه موسسې ښودلې چې دوی کولای شي سپیان داسې وروزي چې په ځینو ځانګړو حالاتو کې یو ډول اشارې ورکړي، لکه په پرلپسې ډول د یو چا پر پښو باندې ځان سولول، چې د میرګې د حملې نه ۱۵-۴۵ دقیقې وړاندې خپل خاوند ته دغه ډول یوه اشاره ورکوي.

که څه هم نور دغسې چاپ شوي ډېر شواهد نشته چې د دغې طریقې اغېزمنتوب ثابت کړي، خو یو شمېر خلکو ویلي چې د رابي په شان سپیان کولای شي د میرګي له حملې وړاندې خپل خاوند ته یو ډول خبرداری ورکړي.

سالي وايي: "کله چې له کوره بهر یم دا خبره ډاډ راکوي چې رابي به حتما د میرګي له حملې نه ۵۰ دقیقې وړاندې خبرداری راکوي – نو دا ما ته کافي وخت دی چې په خوندي توګه چیرته لاړه شم،"

ځینې خلک ښايي فکر وکړي چې د غوا د خولې اوبه یا لاړې زړه بدونکي دي. خو ډېری حیوانات خپل ټپونه څټي، او د مکروبونو د مخنیوي په خاطر يې په پریمانه لاړو باندې ککړوي.

د حیواناتو په پاچاهۍ کې د هغوې د خولې اوبه یا لاړې د میکروبونو ضد خاصیت درلودای شي – لکه د غوا لاړې.

څېړنو ښودلې چې د غوا د بدن په مایعاتو لکه لاړو او شیدو کې پروتیینونه شته دي، چې د میکروبونو ضد خاصیت لري.

د انځور حقوق BORIS ROESSLER
Image caption څېړنو ښودلې چې د حیواناتو لاړې د هغوې د میکروبونو ضد خاصیتونه لري

په لاړو کې پروتیینونه هم شته دي – چې میوسین نومېږي – میوسین ټپونو ته د نورو میکروبونو د ننوتلو مخه نیسي.

کارپوهان دا توصیه نه کوي چې حیوانات دې پرېښودل شي چې د انسانانو د بدن ټپونه وڅټي ځکه کېدای شي هغوې نور میکروبونه ورته داخل کړي، خو که دا مو نه وې خوښ نو اندېښنه مه کوئ ځکه چې د خپلې خولې په لاړو کې موهم د میکروبونو ضد خاصیتونه شته دي.