''ساړۍ واغوندئ، لنډ کمېس به نه اغوندئ''

Image caption هغه لوحه چې ښوونځي پر دروازې لګیدلې، کومه لیکنه نه لري

سریلانکا کې د هلکانو یوه ښوونځي دروازې سره پر یوې لوحې ښځو ته لارښوونې لیکل شوې، چې باید څه ډول کالي واغوندي.

دغې لوحې پر ټولنیزو رسنیو تاوده بحثونه راپورته کړي دي.

د بي بي سي خبریاله ایشیا پرېرا په خپل رپوټ کې کاږي، چې لومړی ځل به د دغې لوحې په لیدو فکر وکړئ، ښايي د کومې ارزان بیه فېشن مجلې پاڼه ګورئ.

د پلازمېنې کولمبو ایس ټي جوزفز نومی دغه ښوونځي ته تر ډېره حده د ځايي اشرافو اولادونه د زده کړو لپاره ورځي او هغه لوحه چې پر دروازې یې لګیدلې، کومه لیکنه نه لري.

پر لوحې ۱۶ تصویرونه کښل شوي، چې له نیمو سره د سم او له نورو سره یې د ناسم نښې کښل شوې دي. لوحه هغو ښځو ته چې ښوونځي ته د خپلو ماشومانو یا د هغوی د ښوونکو لیدو لپاره ورځي لارښوونې دي، چې څنګه کالي باید واغوندي او کوم ډول هغه باید و ا نه غوندي.

د انځور حقوق SMITI DANIEL
Image caption پر لوحې ۱۶ تصویرونه کښل شوي، چې له نیمو سره د سم او له نورو سره یې د ناسم نښې کښل شوې دي

دغه لوحه کې د هېواد دودویز ښځینه کالي ' ساړي ' مناسب کالي بللي شوي دي. د ښونځي ادارې یوه چارواکي بي بي سي سره خبرو کې وویل:

'' که دوی غواړي زموږ ښوونځي ته راشي، باید مناسب کالي واغوندي.''

کولمبو کې د یوه بل مشهور شخصي ښوونځي ایس ټي پېټرز کالج یوه اداري چارواکي وویل دوی هم ورته لارښوونه کوي:

''دا په هر صورت د هلکانو ښوونځي دی او موږ د مېرمنو لپاره د کالیو په تړاو یو لیکلی لارښود لرو. دغه چارواکي زیاته کړه، هغه مېرمنې، چې زموږ له غوښتنې سره سم کالي نه اغوندي ښايي د ښوونځي له دروازې بېرته وشړلې شي.''

د دغو لوحو په تړاو له سپکاوي اوغوسې ډک غبرګونونه څرګند شوي دي.

Image caption ځینو کسانو د ' ساړي پر مناسبوالي ' پوښتنې راپورته کړې

یو شمېر کسانو د ساړۍ ' مناسبوالي ' په اړه پوښتنې راپورته کړې. دوی وايي که جینز مناسب لباس نه دی، نو ساړۍ کې هم د ښځې بدن ډېره برخه ښکاريږي.

د یو شمېر نورو زده کونکو مېندو پلرونو ویلي، چې ' ځینې نړیوال ' ښوونځي هم ورته چلند کوي، خو دوی په دې اړه د خبرداري کومه لوحه نه ده لیکلې.

که څه هم د سریلانکا په هغو دولتي ښوونځیو کې چې د هلکانو لپاره دي رسماً مېرمنې یوازې ساړۍ اغوستلای شي، خو په شخصي ښوونځیو کې دا لومړی ځل دی، چې دغه ډول غوښتنه کېږي.

د دغې چارې یو لامل شايي دا وي، چې سریلانکا کې د متوسط قشر له ډېرېدو سره محافظه کاري هم ډېره شوې او معانا یې دا ده، چې شخصي ښوونځیو هم له خپل لوري د دغه ډول خلکو لپاره غېږ پرانیستې.

ورته مطالب