ویروسونه "د سهار لخوا ډېر خطرناک وي"

د انځور حقوق SPL

د کېمبرېج پوهنتون یوه څېړنه وايي، ویروسونه هغه وخت ډېر خطرناک وي چې د سهار لخوا یو کس ورباندې اخته شي.

دا موندنې، چې پنس خپرونې کې چاپ شوي، ښيي چې ویروسونه هغه وخت ۱۰ ځله ډېر بریالي وي چې د سهار لخوا یو څوک ورباندې اخته شي.

په حیواناتو کې یو لړ څېړنو موندلې چې که د ورځې په بېلابېلو وختونو کې د کارکولو یا په الوتکې کې لیرې ځای ته له سفر وروسته د یو چا د بدن ساعت ګډوډ شوی وي بدن يې د میکروبونو په وړاندې کمزوری کېږي.

څېړونکي وايي دا موندنې کېدای شي د پراخو ساري ناروغیو د خپرېدو د مخنیوی په لاره کې مرسته وکړي.

ویروسونه – د باکتریا یا پرازیتونو برخلاف – د خپل تکثیر يا ډېرېدو لپاره، د بدن د حجرو دننه وسایلو ترلاسه کولو ته اړتیا لري.

خو د بدن د ۲۴ ساعتو، ساعت په بدلېدو سره په دې حجرو کې ډېر بدلونونه راځي.

څېړونکو د خپلو څېړنو په ترڅ کې موږکان یا د انفلوینزا په ویروس باندې چې د ریزش سبب کېږي اخته کړي وو، او یا يې د تبخال په ویروس باندې چې د شونډو د پړسوب په ګډون د یو شمېر ناروغیو سبب کېږي اخته کړي وو.

هغه موږکان چې د سهار لخوا پر ویروس باندې اخته کړل شوي وو د اخته کېدو کچه يې ۱۰ ځله د هغو موږکانو په پرتله لوړه وه چې د ماښام لخوا پر ویروس باندې اخته کړل شوي وو.

د انځور حقوق SPL
Image caption سهار کې هغه ته پام وکړئ

لکه داسې چې ماښامني ویروسان چې غوښتل یې د بدن د حجرو یوه کارخانه یرغمل کړي ناوخته رسیدلې وو ځکه چې د کارخانې کارګران رخصت شوي او کور ته تللي وو.

د څېړونکو یو تن، پروفیسر اکیلیش ريډي (Akhilesh Reddy) بي بي سي ته وویل: "دا یو غټ توپیر دی ځکه چې ویروس په یو مناسب وخت کې ټولو وسایلو ته اړتیا لري، که نه نو نشي کولای خپل کار سر ته ورسوي، خو د سهار لخوا یوه لږه اندازه ویروسونه ښايي وکولای شي ګړندی پرمختګ وکړي او ټول بدن ونیسي."

هغه باور لري چې دا موندنې کېدای شي د ساري ناروغیو د پراخې خپرېدنې په مخنیوي کې مرسته وکړي.

پروفیسر ریډي وویل: "د یوې نړیوالې ویروسي ناروغۍ په وخت کې، د ورځې لخوا په کور کې پاتې کېدل کېدای شي خورا مهم وي او د خلکو ژوند وژغوري، که ازموینو دا نظریه ثابته کړه ستر اغېز به وکړي."

نورو ازموینو وښوده چې د حیواناتو د بدن د ساعت ګډوډېدل بدن داسې یو حالت ته راولي چې ویروسونه په کې ښه وده کولای شي.

د دې څېړنو د لومړي راپور لیکوال، ډاکټر ریچل ایډګار، وویل: "دا ښيي چې د شېفټ کارکونکي، چې کله د شپې او کله بیا د ورځې لخوا کار کوي، د هغوی د بدن ساعت ګډوډېږي، او د ویروسي ناروغیو پر وړاندې به کمزوري وي.

"که داسې وي، نو هغوې ته باید هرکال د ریزش ضد واکسینونه ورکړل شي."

په دې څېړنو کې یواځې پر دوو ډولو ویروسونو باندې ازموینې شوې وې.

خو، دغو ویروسونو یو له بله ډېر توپیر درلود ( یو د ډي اېن اې (DNA) ویروس و او بل يې د آر اېن اې(RNA) ویروس)، له دې امله څېړونکو ته دا فکر پیدا شو چې د سهار لخوا پر ویروس باندې د اخته کېدلو خطر ښايي یو پراخ اصل وي چې کېدای شي د ډېرو ویروسونو په هکله سم وي.

د انځور حقوق AP

د بدن نژدې ۱۰ سلنه جینونه چې د انسان د بدن لپاره لارښونې انتقالوي، د ورځې په ترڅ کې خپل فعالیتونه بدلوي، او دا د بدن د داخلي ساعت لخوا کنټرولېږي.

د څېړنو په ترڅ کې د بدن د ساعت یو جین تر پاملرنې لاندې ونیول شو چې (Bmal1) نومېږي، په انسانانو او موږکانو کې ازموینو وښوده چې د دې جین فعالیت د ماسپښین لخوا تر ټولو ډېر وي.

پروفیسر ریډي داهم وویل: "د Bmal1 جین سره اړیکي مهم دي، ځکه کله چې د سهار لخوا د هغې فعالیت لږ وي، د ویروس پر وړاندې بدن کمزوری وي."

د حیرانتیا وړ ده چې Bmal1 د ژمي په میاشتو کې په خلکو کې لږ فعال وي – دا ښيي چې د کال په دې وخت کې ښايي هغه پر ویروس باندې د بدن د اخته کېدو د خطر په زیاتوالي کې رول ولري.

پخوا هم فکر کېده چې د بدن ساعت به د میکروبونو پر وړاندې د بدن په کمزورتیا کې رول ولري، د ریزش ضد واکسین د سهار لخوا ډېر اغېزمن وي او په الوتکه کې اوږد سفر د ملاریا پرازیت اغېزمنوي او کمزوری کوي.

ورته مطالب