مومندو کې ګرځبندیز، د مړو شمېر ۳۰ ته ورسېد

د انځور حقوق Getty
Image caption په چاڼیزو عملیاتو کې د څو شکمنو کسانو د نیولو خبره شوې، خو حکومتي سرچینې یې نه تاییدوي.

قبایلي سیمه مومند ایجنسۍ کې چارواکي وایي، په پنډیالي او انبار سیمو کې یې تر نامعلومې مودې ګرځبندیز کړی او په ورته مهال چاڼیز عملیات هم روان دي.

په دې عملیاتو کې د یو شمېر شکمنو کسانو د نیولو خبره شوې، خو تراوسه حکومتي سرچینو تایید کړې نه ده.

له بلې خوا ویل کیږي، د جمعې په ورځ په ګل جومات کې د ځانمرګي برید د مړو شمېر ۳۰ ته رسېدلی دی.

د پاکستان ملېشه ځواکونه وايي، چاڼیز عملیات په بټ مېنه او شاوخوا سیمو کې روان دي.

ځايي خلک وايي، په ځانمرګي کې د وژل شویو کسانو د جنازې لمونځ شوی او ځای په ځای یې فاتحه اخیستل کیږي.

د دوی په خبره، په سیمه کې د وېرې فضا ده. د ډېرو مړو جسدونه زیات خراب وضعیت کې و، ځکه له خپلو کورنو سره نږدې کروندو کې خاورو ته سپارل شوي دي.

په وژل شویو کې ډېری یې د ۱۲ او ۱۵ کلونو په عمر تنکي ځوانان وو، چې له کریکټ لوبې وروسته د جمعې لمانځه لپاره جومات ته تللي وو.

د مومند ایجسنۍ یوه اوسېدونکي شاکرالله بي بي سي ته ویلی، دا سیمه غم او ویر نیولې ده.

Image caption ځايي خلک وایي، ټوله سیمه ویر او غم نیولې ده.

د مومند ایجنسۍ پولټیکل ایجنټ محمود اسلم وزیر وايي، په چاودنه کې د وژل شویو خپلوانو ته درې درې لکه روپۍ او ټپیانو ته یو یو لک روپۍ ور کول کیږي.

د هغه په خبره، که سختو ټپیانو ته د نورو پیسو اړتیا ولیدل شي، نو له ځانګړي فنډ به نوره مرسته ور سره وشي.

جماعت الاحرار ډلې په دغه جومات کې د ځانمرګي برید مسوولیت منلی دی.

ځايي ځلک وايي، د جمعې لمانځه پرمهال د سیمې په جوماتونو کې هیڅ امنیتي تدابیر نه وي، ځکه ځانمرګی په اسانۍ سره مسجد ته ننوتلی دی.

مومند ایجنسۍ پر ډیورنډ کرښه پرته او پخوا د وسله والو مرکز بلل کېده.

له پوځي عملیاتو وروسته دا سیمه له وسله والو پاکه شوه، خو بیا هم د چاودنو له امله پکې د وژنو پېښې کیږي.

له تېرو څو اوونیو راهیسې په دغه ایجنسۍ کې پر امنیتي ځواکونو او حکومت پلوه قبایلي مشرانو او ملکانو هم بریدونه ډېر شوي دي.

ورته مطالب