زرګونه امریکایان د موټرچلونې پرمهال 'پوکمون ګو' لوبه کوي

Image caption د یادې څېړنې ډاکټرانو ته یوه ټویټر کاروونکي او پوکمون لوبه کوونکي ویلي: "زه پوکمون لوبه هم کوم او موټر هم چلووم".

يوه څېړنه ښيي چې په امریکا کې زرګونه کسان د موټرچلونې پرمهال هم پخپل ګرځنده تیلېفون کې پوکمون ګو لوبه کوي.

دغه څېړونکي چې د ټويټر د لسو ورځو پوسټونه او ورځني فعاليتونه يې مطالعه کړي وايي څه باندې ۱۱۰۰۰۰ کسانو چې پلي يا د موټرچلونې پرمهال و، د (پوکمون ګو) کاريال "اپلیکیشن" له خوا يې ذهن بلخوا بوخت شوی و.

یو شمېر يې د ټکرونو او يا هم تر ډاکټره د رسېدنې لامل شوي دي.

د یادې څېړنې ډاکټرانو ته یوه ټویټر کاروونکي او پوکمون ګو لوبه کوونکي ویلي: "زه پوکمون لوبه هم کوم او موټر هم چلوم".

ځینو نورو بیا ویلي، کله چې دوی پر لاره پلي روان وي، ذهن او حواس یې "پوکمون ګو" لوبې بوخت کړي وي، ډېر کله ځان له خطر سره مخامخوي.

* پوکمون ته ورته واقعي ژوي (انځورونه)

یوه عیني شاهد ویلي: "د لومړي ځل لپاره مې یو ماشوم ولید چې د "پوکمون ګو" لوبې دومره بوخت کړی و، چې نژدې وه زما د موټر تر ټایرونو لاندې شي."

په تېره اګست میاشت کې د جاپان توکوشیما کې یوه ښځه وروسته تر هغې ووژل شوه، چې پر پوکمون ګو لوبې بوخت یوه چلوونکي موټر پرې وخېژاوه.

په څېړنه کې ویل شوي، د تېرې جولای میاشتې له ۱۰ تر ۲۰ نېټې پورې پر پوکمون ګو لوبې د بوختیا له کبله ۱۴ پېښې رامنځ ته شوې دي.

په یوه پېښه کې یوه موټر چلوونکي خپل موټر له یوې ونې سره جنګولی دی.

Image caption "پوکمون ګو" لوبه په ګرده نړۍ کې په کم وخت کې ۱۰۰ میلیون ځله ولېښل (ډاونلوډ) شوه او هره ورځ یې مینه وال ډېرېږي.

د جولای تر نیمايي پورې امریکا کې لا پوکمون ګو لوبه ډېره نه وه مشهوره شوې، خو د جولای پر ۱۴مه، په بریتانیا کې هم دغه لوبه ډېره مشهوره شوه.

"پوکمون ګو" لوبه په ګرده نړۍ کې په کم وخت کې ۱۰۰ میلیون ځله ولېښل (ډاونلوډ) شوه او هره ورځ یې مینه وال ډېرېږي.

پوکمون ګو په ګرځنده تیلېفون کې یوه لوبه ده چې په مجازي نړۍ کې د حیرانوونکو ژوو په ښکار پسې سړی بیايي.

Image caption په څېړنه کې ویل شوي، د تېرې جولای میاشتې له ۱۰ تر ۲۰ نېټې پورې پر پوکمون ګو لوبې د بوختیا له کبله ۱۴ پېښې رامنځ ته شوې دي.

ورته مطالب