شمالي کوریا د راکټ انجن بریالۍ ازموینه وکړه

د انځور حقوق AFP
Image caption د شمالي کوریا مشر له اینجینرانو او ساینسپوهانو غوښتي چې د سپوږمکۍ توغولو ته چمتو شي.

د شمالي کوریا دولتي رسنۍ وايي، دغه هیواد د مصنوعي سیارې د توغولو لپاره پر ځمکه د یو نوي راکټ انجن بریالۍ تجربه وکړه.

د شمالي کوریا مشر کیم جونګ اون له ساینسپوهانو او اینجینرانو غوښتي چې د سپوږمۍ د ژر تر ژره توغولو لپاره چمتو شي.

کیم جونګ اون د نننۍ تجربې څارنه هم کړې ده.

د شمالي کوریا دولتي رسنۍ وايي، ود راکټ انجن د تجربې پر مټ تشیال(فضا) ته د ډول - ډول مصنوعي سپوږمکیو د لېږدولو لپاره وړتیا پاموړ زیاته شوه.

کارپوهان وايي، شمالي کوریا په راتلونکو ورځو کې د اوږد واټنه توغندي تجربه کول غواړي.

تېره جمعه شمالي کوریا د یوې بریالۍ اټومي ازموینې دعوه وکړه او ویې ویل، چې دا یې پنځمه اټومي ازموینه وه.

په ورته مهال امریکا او چین د شمالي کوریا پنځمې اټومي تجربې ته د ځواب ور کولو لپاره په ملګرو ملتو کې د همکارۍ پر زیاتولو سلا شول.

د روانې میاشتې په لومړیو کې شمالي کوریا د ځمکې لاندې اټومي ازموینه وکړه او اټکل کیږي، چې دا د دغه هیواد په اټومي ازموینو کې تر ټولو ځواکمنه وه.

شمالي کوریا په ځلونو د خپل اټومي او توغندويي پروګرام د پیاوړتیا دعوه کوي، خو کارپوهان وايي، د خپلواکو سرچینو له خوا د دې ادعاوو تاییدېدل ناشوني دي.

رویټرز خبري اژانس د نامعلومو ډیپلوماټانو له خولې وايي امریکايي او چینايي چارواکو پر شمالي کوریا د ملګرو ملتونو د ممکنه بندیزونو پر زیاتولو خبرې کړې دي.

د انځور حقوق Reuters

ورته مطالب