د نیویارک ایالت افغان توکمه مشکوک بریدګر رسماً تورن شو

د انځور حقوق WABC
Image caption احمد په پلي توګه د تېښتې په مهال د پولیسو د ډزو په پایله کې ټپي شو او په ځمکې پریووت.

د نیو جرسي ایالت د یونین سیمې یوې څارنوالې (Grace H Park ) رسنیو ته وویل، په نیویارک او نیو جرسي ایالتونو کې د بمونو د ځای پر ځای کولو په شکمن احمد خان رحمي یې د نورو ترڅنګ د پولیسو د وژلو د هڅې پنځه تورونه پورې کړی دي.

احمد رحمي په ځایي وخت د دوشنبې په سهار هغه وخت له پولیسو سره په نښته کې ټپي او بیا ونیول شو، چې په لیندن ښار کې د یوې شرابخانې خاوند پولیسو ته زنګ وواهه او ورته ویې ویل، د بریدګر په شان یو تن یې د شرابخانې په دهلېز کې ویده دی.

د پولیسو د راتګ په مهال رحمي تومانچه راوویسته او ‌ډزې یې پیل کړې چې په ترڅ کې یې دوه تنه پولیس ټپیان شول.

احمد په پلي توګه د تېښتې په مهال د پولیسو د ډزو په پایله کې ټپي شو او په ځمکې پریووت.

په دې وسیله کې د غږ اوريدل او ویډیو لیدنه شونې نه ده.

نوموړی په یوه ځانګړي امبولانس کې ځايي روغتون ته ولېږدول شو چې د ټپونو درملنه یې وشي خو ویل کېږي ټپونه یې مرګوني نه دي.

* د نیوریاک پولیسو مشکوک افغان الاصله امریکایی نیولی

* د نیویارک بمي برید په تړاو پنځه کسان نیول شوي

په رحمي تور دی چې د نیویارک او نیو جرسي ایالتونو کې یې یو شمېر چاودېدونکي توکي ځای پر ځای کړي وو چې لږ ترلږه ۲۹ تنه یې د چاودېدو په پایله کې ټپیان شول.

په دې وسیله کې د غږ اوريدل او ویډیو لیدنه شونې نه ده.

امریکایي رسنیو د شکمن بریدګر د وروستیو کلونو په ژوند د رڼا اچولو په ترڅ کې ویلي، ښاغلي رحمي په تیرو پنځو کلونو کې افغانستان او پاکستان ته سفرونه درلودل او د زیاتې مودې لپاره هلته اوسیدلی دی.

د اسنادو له مخې نوموړی په ۲۰۱۱ کال کې کندهار ته تللی و او څو میاشتې وروسته یې له یوې پاکستاني مېرمنې سره واده وکړ. رحمي په ۲۰۱۳ کال کې د شاوخوا یو کال لپاره په پاکستان کې اوسېده.

امریکایي چارواکي په دې اند دي چې احمد رحمي ښايي په همدغه مهال اورپکۍ ته مخه کړې وي خو تراوسه پورې دا نه ده جوته چې د بریدونو تر شا د نوموړي اصلي موخه څه وه، او ایا په دغه چاره کې له نوموړي سره چا مرسته کړې ده او کنه؟

د انځور حقوق NYPD
Image caption تمه ده چې په نژدې راتلونکې کې به چارواکي د احمد رحمي پرضد د بریدونو په تړاو رسمي تورونه اعلان کړي.

رسنیو دغه راز له ځایي چارواکو او وګړو سره د رحمي د کورنۍ د ټکرونو نکلونه هم کړي او ویلي یې دي، دغې کورنۍ چې په سیمه کې د سره کړو چرګانو یو شمېر رستورانتونه لري په ۲۰۱۱ کال کې ځايي پولیس په دې تور محکمې ته راکش کړل چې ګواکې له دوی سره د دوی د دین له امله توپیري چلند کوي. دغه راز ښاغلي رحمي له یوه وګړي شکایت کړی و چې د مسلمانۍ له امله یې رټلی و.

تمه ده چې په نژدې راتلونکې کې به چارواکي د احمد رحمي پرضد د بریدونو په تړاو رسمي تورونه اعلان کړي.

ورته مطالب