ملګرو ملتونو سوریې ته د مرستو ټول کاروانونه ځنډولې

Image caption د ملګرو ملتونو په مرستو بار له ۳۱ لاریو ۱۸ کې یې غنم، د ژمي تودې جامې او روغتیايي توکي بار و، چې ټولې له منځه وړل شوې دي.

ملګرو ملتونو ویلي، حلب ته څېرمه د دوی د مرستو پر کاروان له برید وروسته یې سوریې ته د خپلو مرستو رسولو ټول کاروانونه ځنډولي دي.

د تېرې دوشنبې په ورځ حلب ته څېرمه د ملګرو ملتونو د بشردوستانه مرستو پر لاریو جنګي الوتکو بمباري وکړه.

د ملګرو ملتونو یوه ویاند ویلي، دغه کاروان ته په رسمي توګه د مرستو رسولو اجازه لیک ورکړل شوی و، او روسیې او امریکا په ګډون د جګړې ټولې غاړې او ملاتړي اړخونه یې په اړه خبر کړل شوي وو.

د ملګرو ملتونو په مرستو بار له ۳۱ لاریو ۱۸ کې یې غنم، د ژمي تودې جامې او روغتیايي توکي بار و، چې ټولې له منځه وړل شوې دي.

د سوریې د سرې میاشتې یو جګپوړی چارواکی پر ولسي وګړو د برید د قربانیانو له ډلې دی.

ناتایید شوي رپوټونه په دې پېښه کې د ۱۲ کسانو د مړینې خبر هم ور کوي، چې موټر چلوونکي او مرستندویان دي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویاند جان کربي هم دا برید غندلی او ویلي یې دي، د سوریې حکومت او د روسیې هوايي ځواکونو ته د دې کاروان د ځای پته وه: "بیا هم هغه مرستندویان ووژل شول چې سوریایانو ته یې د مرستي رسولو هڅه کوله."

په بریتانیا کې د سوریې د انساني حقونو څارونکې ډله وايي، دا برید روسیې او لا هم د سوریې حکومتي ځواکونو کړی دی، خو دمشق تراوسه په دې تړاو څه نه دي ويلي.

د سرې میاشتې د نړیوالې ټولنې کمېټې مشر پیټر مورر دا پر "نړیوال بشردوستانه قانون تاوتریخن بدنامه برید" بللی دی.

د سرې میاشتې په مرستندویه لاریو کې حلب ته څېرمه د اورپکو تر کنټرول لاندې سیمو کې ۷۸۰۰۰ خلکو ته مرستندویه توکي بار وو.

برید ته څېرمه یو روغتیايي مرکز هم سخت ویجاړ شوی دی.

* د سوریې حلب کې مرستندویه کاروان په نښه شوی

* روسیه: پر سوري پوځ د امریکا برید وښوده چې له داعش دفاع کوي

* مرستندویه لارۍ حلب ته د موادو رسولو لپاره شېبې شمېرې

ورته مطالب