اوباما: نړۍ له بې ساري کړکېچ سره مخ ده

د انځور حقوق Getty Images
Image caption بارک اوباما پر هیوادونو غږ وکړ چې له کډوالو سره مرستې ډېرې کړي.

د امریکا ولسمشر بارک اوباما د کډوالو په تړاو د ملګرو ملتونو د یوې سرمشریزې غونډې په پیل کې ویلي، نړۍ له یوه بېساري کړکېچ سره مخامخ ده.

نوموړي ویلي، د دې غونډې پنځوسو ګډونوالو هېوادونو ژمنه کړې، چې سږکال به درې لکه او شپېته زره کډوال مني، چې دا شمېره د تېر کال پرتله دوه برابره ده.

د ولسمشر اوباما په خبره کاناډا او جرمني په دې برخه کې سرلاري دي.

بارک اوباما دا خبرې د ملګرو ملتونو د عمومي غوڼدې ځنډو کې د کډوالو په تړاو د ملګرو ملتونو هغې سرمشریزې ته وکړې چې په خپله یې کوربه و.

پر کډوالو تمرکز

د انځور حقوق Reuters
Image caption د سوریي د کړکېچ له امله څلور ملیونه خلک بهر ته کډوال شوي دي.

ملګري ملتونه وایي نژدې ۲۱ میلیونه کډوال د جګړې او قضايي تعقیب له امله دې ته اړ شوي چې له خپلو هېوادونو کډه شي.

په تېرو شپږو کلونو کې یواځې د سوریې د کړکېچ له امله نهه میلیونه کسان بې ځایه شوي او له څلور میلیونو ډېر سوریایان نورو هیوادونو ته کډوال شوي دي.

ښاغلي اوباما د غونډې ګډونوالو ته وویل د کډوالو نړیوال کړکېچ ته ځواب ورکول داسې یو مجبوریت و چې نړۍ له پامه نه شو غورځولی:

« موږ خپلې سترګې بلې خوا نشو غړولی، خپله شا نشو اړولی. د دغو کورنیو پر وړاندې د دروازې تړل زموږ ژورو ارزښتونو ته خیانت دی. دا به د امریکا د متحده ایالتونو په ګډون زموږ د خپلو ملتونو میراث له پامه وغورځوي چې د کډوالو او پناه غوښتونکو له خوا ودان شوي.»

امریکا هم په ۲۰۱۷ کال د ۱۱۰،۰۰۰ نویو کډوالو د منلو ژمنه کړې، چې د اکتوبر پر ۱ یې بهیر پیلیږي، خو په روان کال کې د سپټمبر تر پایه به دغه هیواد ۸۵،۰۰۰ کډوال ومني.

ښاغلي اوباما د نړۍ له نورو هېوادونو وغوښتل چې له کډوالو سره خپلې بشري مرستې ونه سپموي او هرڅومره چې شونې وي له قانوني لارو لا ډېرو کډوالو ته خپلو هېوادونو کې پناه ورکړي.

ده پر بډایو هېوادونو غږ وکړ، چې له کړکېچه تښتېدونکو خلکو سره مرستې زیاتې کړي.

د سوریې کړکېچ

د انځور حقوق Getty
Image caption د ملګرو ملتو سرمنشي چې په وروستي ځل سرمشریزې ته وینا کوي.

د ملګرو ملتونو سرمنشي بانکي مون بیا د دغه سازمان په عمومي غونډه کې کمسارې وینا وکړه چې له تندو کلمو یې کار واخېست. یو لامل یې کېدی شي دا وي چې دا یې د سرمنشي په توګه وروستۍ وینا وه.

ښاغلی مون نه یوازې سوریه چې پر نورو هېوادونو هم کلک ولګېد.

« ډېرو ډلو ټپلو ډېر بې ګناه کسان وژلي. خو د سوریې تر حکومت هېڅ خوا ډېر نه دي وژلي. هغه حکومت چې پر سیمو بشکه يي بمونه اچوي او سیسټماتیک ډول په زرګونو بندیان شکنجه کوي. د هغو ځواکمنو پلویانو لاسونه هم په وینو ککړ دي چې د جګړې ماشین ته سون توکي برابروي»

* د سوریې حکومت پر کلورین غاز کارولو تورن شو

مرستې ځنډول

ښاغلي مون دا خبرې وروسته له هغه وکړې چې ملګرو ملتونو سوریه کې خپلې بشري مرستې ځکه ودرولې چې د دوشنبې په ورځ په حلب ولایت کې د دغه سازمان مرستندویه کاروان باندې برید وشو.

د ملګرو ملتو دا مرستې د سوریې د سرې میاشتې په ۳۱ لاریو کې لېږدول کېدلې.

امریکايي چارواکو بي بي سي ته ویلي، چې د روسیې دوو چورلکو په دې برید کې برخه درلوده.

خو مسکو وايي، دا برید نه روسیې او نه هم د سوریې حکومتي ځواکونو کړی، بلکې پر ځمکه د اور لګېدلو له امله دا پېښه شوې ده.

دا برید تېره دوشنبه وشو، چې له امله یې تر ۲۰ پورې موټروانان او مرستندویان ووژل شول.

د انځور حقوق EPA
Image caption د سوریې حلب ته د مرسته رسوونکي کاروان څو لارۍ له برید وروسته

اړونده مطالب

ورته مطالب