مصر: د کښتۍ ډوبېدو پېښه کې ۲۹ ګډوال مړه شوي

د انځور حقوق

مصر کې د ساحلونو چارو کارکونکي وايي د کډوالو یوې کښتۍ اوښتو له کبله لږ تر لږه ۲۹ کسان ډوب شوي دي.

د مصر دولتي رسنیو رپوټونو کې ویل شوي، چې په کښتۍ کې نژدې ۶۰۰ کسان ناست وو، چې وايي ۱۵۰ تنه یې ژغورل شوي دي.

د چارواکو په وینا پېښه کفر الشیخ سیمه کې رامنځته شوې ده. د چهارشنبې ورځې دغه پېښه داسې مهال شوې، چې د اروپايي اتحادیې د پولو ایجنسۍ دا وروستیو کې خبرداری ورکړی و، چې د هغو کډوالو شمېر په ډېرېدو دی چې اروپا ته د تلو لپاره له مصر نه خپل سفر پیلوي.

ډوبه شوې کښتۍ کې امنیتي سرچینو رویټرز خبري اژانس ته ویلي، په ډوب شوې کښتۍ کې مصریانو، سوریایانو او افریقايي کډوالو سفر کاوه.

اي ایف پي خبري اژانس د عامې روغتیا وزارت چارواکو له قوله ویلي، په مړه شویو کسانو کې سوډانیان او یو شمېر نور افریقایان شامل وو.

که څه هم چارواکي وايي کښتۍ ښايي ایټالیا ته تله، خو تر اوسه دقیقاً معلومه نه ده، چې دغه کښتۍ کوم ځای ته روانه وه.

ورته مطالب