د ترهګرۍ ملاتړو هېوادونو نوملړ کې د پاکستان شاملولو غوښتنه

ټیټ پويي د انځور حقوق Getty
Image caption ښاغلی پويي وايي، اوس وخت راغلی دی، چې د ده په خبره پاکستان د خپلو خیانتونو پایله وویني.

د امریکا متحدو ایالتونو د کانګریس دوو غړو د ترهګرۍ ملاتړو هېوادونو په لست کې د پاکستان شاملولو په تړاو طرحه کانګریس ته وړاندې کړې ده.

دغه طرح په کانګریس کې د ټکساس او کالفورنیا استازو ټېډپويي او ډانا رهربکر جوړه کړې ده. دوی دواړه د جمهوریت غوښتونکي ګوند غړي دي.

ښاغلی پويي د امریکا کانګریس کې له ترهګرۍ سره د مبارزې فرعي کمېټې غړی دی.

د استازو جرګې دغه غړی وايي پاکستان د باور وړ نه دی او په خبره یې تر کلونو پورې یې د امریکا د دښمنانو ملاتړ او پلویتوب کړی دی.

ښاغلی پويي وايي، اوس وخت راغلی دی، چې د ده په خبره پاکستان د خپلو خیانتونو پایله وویني.

د طرحې له مخې د متحدو ایالتونو ولسمشر باراک اوباما باید په راتلونکو ۹۰ ورځو کې له ترهګرۍ سره د پاکستان د ملاتړ د تور په اړه رپوټ کانګریس ته وړاندې کړي.

د انځور حقوق Getty
Image caption امریکا له هغو هېوادونو یو دی، چې هر کال د پاکستان له پوځ سره میلیونونه ډالره مرسته کوي.

پاکستان بیا بیا د ترهګرۍ ملاتړ کولو تورونه رد کړي دي او وايي له وس سره سم یې له ترهګرو ډلو سره مبارزه کړې ده.

دا وروستیو میاشتو کې پر پاکستان فشار ډېر شوی دی.

د امریکا کانګریس د بهرنیو اړیکو کمېټې د چهارشنبې په ورځ ' د چنګاښ ۲۲ ' د پاکستان پر وړاندې د متحدو ایالتونو د سیاسیت ارزونې په موخه غونډه کړې.

سناتور مټ سامون چې د هغې غونډې مشري یې کوله ویلي و، د تېرو لسیزو تجربې راښيي، چې امریکا کله هم پاکستان ته وسله او پېسې ورکړې دي پاکستان ورنه په سیمه کې د امریکا دیپلوماتیکو او ستراتیژیکو ګټو ننګولو لپاره کار اخیستی دی.

تېره میاشت کې پاکستان سره د امریکا د ۳۰۰ میلیونه ډالره مرستې درولو پر موضوع هم بحثونه شوي وو.

د امریکا دفاع وزیر اشتون کارټر ویلي و د امریکا متحده ایالتونه له حقاني شبکې سره د پاکستان د مبارزې په تړاو ډاډه نه دي.

امریکا له هغو هېوادونو یو دی، چې هر کال د پاکستان له پوځ سره میلیونونه ډالره مرسته کوي.

ورته مطالب