د سوریې حلب ته نژدې بمبارۍ کې روغتیايي کارکونکي وژل شوي

د انځور حقوق AFP
Image caption دغه برید ارم الکبرا کې له یوه خونړي بریده یوه ورځ وروسته شوی

د سوریې حلب ښار ته نژدې پر یوه کلینیک د بمبارۍ پایله کې د یوې نړیوالې خیریه طبي موسسې څلور کارکونکي وژل شوي دي.

د طبي مرستو اتحادیه ( یو او اس اس ایم ) وايي داسې معلومېږي، چې دا یو هدفي برید و.

سوریې کې د بشري حقونو څارنې ډلې مسوولین وايي برید کې نهه وسله وال هم وژل شوي دي.

دغه برید له پروني بریده وروسته شوی، چې د مرستو پر یوه کاروان بمباري شوې وه. د امریکايي چارواکو د هغه برید پړه پر روسیې اچولې، چې پایله کې ۲۰ ملکي کسان وژل شوي وو او ۱۸ لارۍ له منځه تللې وې او دا یو ممکنه جنګي جرم بلل شوی و.

خو روسیې په دغه برید کې د خپلو یا سوري الوتکو ښکېلتیا په کلکه رد کړې وه او ویلي یې و، چې دغه پېښه په ګاډو کې د اورلګېدو له کبله رامنځته شوې وه، نه د هوايي بمبارۍ له کبله.

د انځور حقوق Russias Defence Ministry Reuters
Image caption د امریکايي چارواکو د دوشنبې برید پړه پر روسیې اچولې

د یو او ایس ایس ایم مشر زیدون الزوبي وايي دغه پرلپسې بریدونه ' تصادفي پېښه ' نه ده:

'' یو څوک شته، چې غواړي موږ ته ووايي، سوریې کې مرستندویه کارکونکو ته ښه راغلاست نه ویل کېږي او دا چې موږ به په نښه کړي او موږ به ووژني.''

د دوشنبې ورځې له برید وروسته ملګرو ملتونو سوریه د مرستو ټول کاروانونه ودرول.

د نړیوال سره صلیب مشر پیټر میوریر دغه برید د '' نړیوالو بشري قوانینو له کچې تېره سر غړونه ''وبلله او ویې غانده.

له هغه څو ساعته وروسته د سوریې پوځ د هغه یوه اونۍ اوږده اوربند پای اعلان کړ، چې روسیې او د امریکا متحدو ایالتونو پرې هوکړه کړې وه.

ورته مطالب