"له طالبانو سره د بد چلند له امله د ځينو بريتانوي سرتېرو محاکمه"

د انځور حقوق Reuters
Image caption د عراق او افغانستان په ګډون د بریتانیا د پوځیانو په لاس ۲۲۰۰ له قانونه د سرغړونو قضیې دي چې باید وڅېړل شي

ټېلېګراف:

د بریتانیا چاپ ټېلېګراف ورځپاڼې خبر ورکړی، یو شمېر هغه بریتانیايي سرتېري چې افغانستان کې یې دنده ترسره کړې کېدی شي طالبانو سره د بد چلند په تور محاکمه شي.

د بریتانیا دفاع وزارت د هغو یو شمېر تورونو څېړنه کوي چې ویل کېږي سرتېرو یې د طالبانو له بندیانو سره ناوړه چلند کړی او یا یې هم د قانون په خلاف په بند کې د اوږدې مودې لپاره ساتلي.

د ټېلېګراف په لیکنه یوه بېلګه یې دا ده چې د طالبانو یو بمب جوړوونکی د ۱۰۶ ورځو لپاره ساتل شوی و او د بریتانیايي پوځيانو دلیل دا و چې که خوشې کړی یې وی، نو بیا به یې د دوی د ویجاړۍ په موخه بمونه جوړ کړي وو.

ورځپاڼه لیکي تر دې پخوا یوازې عراق کې د داسې تورونو د معلومولو لپاره پلاوي ګومارل شوي وو، خو اوس د افغانستان په تړاو تر ۵۵۰ ډېر تاریخي تورونه شته چې جنګي جنایتونه بلل کېدی شي.

ورځپاڼه لیکي د بریتانیا د دفاع وزارت د پولیسو یوه ځانګړې ډلګۍ ګومارلې چې څېړنې ترسره کړي.

اوس ټولټال د عراق او افغانستان په ګډون د بریتانیا د پوځیانو په لاس ۲۲۰۰ له قانونه د سرغړونو قضیې دي چې باید وڅېړل شي.

د دغو څېړنو لپاره دولت ۷.۵ میلیونه پونډه پر بېلې شوې بودیجې ور اضافه کړي دي.

د بريتانيا ټايمز ورځپاڼه

د انځور حقوق thinkstock
Image caption د بريتانيا استخباراتي اداره اېم ای شپږ تکل لري نژدې ۱۰۰۰ نور جاسوسان په کار وګوماري

د بریتانیا ټایمز ورځپاڼه لیکي چې د دغه هېواد استخباراتي اداره اېم آی شپږ تکل لري نژدې ۱۰۰۰ نور جاسوسان په کار وګوماري چې له نوو نړیوالو ګواښونو سره مبارزې ته چمتو شي.

له دې سره به د دې لسیزې تر پایه د دوی د استخباراتي کارکوونکو او شنونکو شمېر له اوسنۍ ۲۵۰۰ شمېرې نژدې ۳۵۰۰ کسانو ته ورسېږي.

د ټایمز په لیکنه د بریتانیا استخباراتي اداره به هڅه وکړي پر دغو دندو ښځې او توکمي لږکي وګماري.

اېم آی شپږ، به له ټکنالوژیکو بدلونونو سره سم خپله وړتیا او څارلارې بدلې او لوړې کړي.

ورځپاڼه لیکي ډېر تمرکز به پر هغو اسیايي او افریقايي هېوادونو وي چې هلته د "اسلامي دولت" نومې ډلې په ګډون هغه کسان دي چې بریتانیا غواړي د هغوی ترمنځ رخنه وکړي.

نيويارک ټايمز

د انځور حقوق Reuters

امریکا کې نیویارک ټایمز ورځپاڼه لیکي سپینه ماڼۍ پر دې کار کوي چې که سوریايي کوردان د داعش پر وړاندې مسلح کړي.

ورځپاڼه لیکي سره له دې چې فکر کېږي دا کار به د "اسلامي دولت" نومې ډلې پر وړاندې مبارزه اغېزمنه کړي خو دا ډار شته چې له دې سره به د ترکیې او امریکا ترمنځ سیاسي اړیکي کړکېچن شي.

نیویارک ټایمز لیکي پر دغه پلان د ملي امنیت ادارې له ډېرې مودې راهیسې کار کړی او اوس چې ولسمشر بارک اوباما دوره بشپړېږي، غواړي تر هغه وړاندې د داعش پر وړاندې د مبارزې په برخه کې داسې ګامونه پورته کړي چې سوریې کې د رقې له ښاره چې د داعش مرکز بلل کېږي، د دغې ډلې رېښې وباسي.

ورځپاڼه لیکي چې دا د ښاغلي اوباما لپاره یوه ستونزمنه پرېکړه ده، ځکه چې دوو دوستانو ترمنځ دی، هم کوردان او هم د ترکیې دولت د امریکا ملاتړي دي. خو د کوردانو په ملاتړ او هغوی ته په ودې ورکولو، ترکیه خوابدې کېږي.

ورته مطالب