د سوریې پر حلب ښار له پوځي برید سره هممهاله درنې بمبارۍ شوې

د انځور حقوق Getty
Image caption فعالان وايي د سوریې او روسیې الوتکې په برید کې ګډه برخه لري، خو روسیې په دې اړه څه نه دي ویلي

د ترکیې حلب ښار کې د سوریې پوځ د خپلو مخالفانو تر ولکې لاندې سیمو نیولو لپاره پرمختګ پیل کړی او ورسره پر دغه ښار د جنګي الوتکو سخت ګوزارونه شوي دي.

د سوریې پېښو څارونکي وايي دغو بریدونو کې ۲۷ کسان وژل شوي دي، خو په یو شمېر نورو رپوټونو کې د وژل شویو کسانو شمېر له دې هم ډېر یاد شوی.

حکومت له خلکو غوښتي، چې د یاغیانو له پوستو او مرکزونو لرې واوسي. بل لور ته د هغه اوربند بیا ټینګښت لپاره چې مات شوی، ملګرو ملتونو کې د روسیې او امریکا متحدو ایالتونو تر منځ خبرې نابریالۍ وې.

فعالان وايي د سوریې او روسیې الوتکې په برید کې ګډه برخه لري، خو روسیې په دې اړه څه نه دي ویلي.

روسیه د سوریې حکومت ملاتړ کوي او د امریکا متحده ایالتونه د یاغیانو ملاتړ کوي او دواړه لوري پر یوه بل د خپلو اتحادیانو کابو کولو کې د پاتې راتلو تورونه پورې کوي.

د انځور حقوق Getty
Image caption د سوریې پوځي سرچینې وايي له دې وروسته به ځمکنی برید هم پیل شي

سپنې خولۍ په نوم د سوري رضاکارو مرستندویه ډله وايي د جمعې په ورځ پر حلب ښار لسګونه هوايي بریدونه شوي دي.

بل لور ته په سوریې کې د بشري حقونو څار ډله وايي دغو وروستیو بریدونو کې د دریو ماشومانو په ګډون لږ تر لږه ۲۷ ملکي کسان وژل شوي او لسګونه نور ټپیان دي.

د سوریې پوځي سرچینې وايي له دې وروسته به ځمکنی برید هم پیل شي. د فرانس پریس خبري اژانس په یوه رپوټ کې د همدغو سرچینو له قوله ویل شوي، چې ښايي د ځمکني برید له پیله مخکې څو ساعته یا هم څو ورځې هوايي بریدونه دوام وکړي.

پوځیانو ویلي د وسله والو په ګډون به د هر چا لپاره له ښاره د تېښتې لارې خوندې ساتل کېږي.

د یوې اونۍ اوربند له ماتېدلو وروسته د سوریې پوځ د حلب ولایت په ختیځ کې د یاغیانو تر واک لاندې سیمو د نیولو لپاره د عملیاتو پیلول اعلان کړل او د سوریې حکومتي جنګي الوتکو د پنجشنبې په شپه په حلب کې د مخالفانو پر مرکزونو درانه بمونه وغورځول.

ورته مطالب