ولسمشر اوباما ته د شپږ کلن ماشوم لیک

د انځور حقوق
Image caption دا هلک چې عمران نومېږي د سوریې د جګړې پر یوه سمبول واوښت

سږ دوبی نړۍ هغو انځورونو هېښه کړه چې یو سوریایی هلک د حلب ښار کې تر هوایي برید وروسته په امبو لانس کې په وینو لړلی ښيي.

دا هلک چې عمران نومېږي د سوریې د جګړې پر یوه سمبول واوښت.

په ننني سیاسي چاپېریال کې چې د کډوالو هرکلي ته ویره او شک ملګري شوي، یوه شپږ کلن امریکایی هلک ولسشمر اوباما ته لیک استولی او له هغه یې غوښتي چې دا هلک یې کورته ور وغواړي.

د لیک یوه برخه چې شپږکلن الیسک په خپلو ګوتو په قلم لیکلې، داسې ده:

''ګران ولسمشر اوباما، هغه هلک دې یاد دی چې په سوریه کې امبولانس پورته کړی و؟ ته کولی شې هغه ومومې او رایې ولې.

زه به ورته سترګې پر لاره یم او په ګلانو او بیرغونو به ورته هرکلی ووایم. هغه به زما له کورنۍ سره یو ځای او زما ورور به شي.

زما وړه خور کاترین به پتنګان ورته نیسي، زه په ښوونځي کې د عمر په نوم سوریایی ملګري لرم او دا هلک به ور وپېژنم، موږ به ټول یو ځای لوبې کوو.

دا چې دا هلک د لوبو شیان نه لري نو زما خور کاترین به یې ورکړي او زه به خپل بایسکل ورکوم او چلول به یې ورزده کړم.

مننه او زه به ستاسې راتګ ته سخت انتظار یم. شپږ کلن الیکس''

ولسمشر اوباما د الیکس دا لیک د ملګرو ملتونو په عمومي عمومي غونډه کې ولوست چې د کډوالو نړیوال بحران ته ځانګړې شوې وه. ښاغلي اوباما وویل بشریت له دې شپږ کلنه ډېر څه زده کولی شي.

ورته مطالب