د واشنګټن په یوه پلورنځي کې د ډزو له امله ۵ کسان ووژل شول

د انځور حقوق AP

د امریکا په واشنګټن ایالت کې پولیس وايي، د دغه ایالت د برلنګټن ښار په یوه پلورنځي کې د ډزو له امله د څلورو مېرمنو په ګډون پنځه کسان وژل شوي دي.

له دې مخکې د واشنګټن د ایالتي ګزمې ویاند مارک فرانسېس په خپل ټوېټ کې لیکلي و، چې په پېښه کې څلور کسان وژل شوي دي.

په سیمه کې پولیس دا هم وايي، چې د پنځو کسانو پر وژل کېدلو سربېره په دې پېښه کې یو مېرمن برسېرنه ټپي شوې ده.

چارواکي داسې اټکل کوي چې بریدګر به اسپانوي توکمی وي.

له برید سملاسي وروسته د بېړنیو روغتیايي مرستو کارکوونکي په نښه شوي پلورنځي ته ورسېدل.

* د نیویارک برید په تړاو پنځه کسان نیول شوي

* د نیویارک پولیسو مشکوک افغان الاصله امریکایی نیولی

امنیتي ځواکونو د پېښې له ځای سره له نږدې کلیسا هم خلک اېستلي دي.

د پولیسو په خبره، امنیتي ځواکونه د هغه وسلوال د نیولو هڅه کوي چې له ډزو وروسته وتښتېد.

چارواکو د دغه شکمن بریدګر عکس هم خپور کړی دی.

امنیتی ځواکونو په نښه شوی پلورنځی او شاوخوا نور دوکانونه تړلي او د بریدګر د نیولو لپاره یې پلټونکي عملیات پیل کړي دي.

تراوسه معلومه نه ده چې یوه که څو کسانو دا ډزې کړې او موخه یې څه وه.

د سیټل ټایمز د رپوټ له مخې، د دې حملې شکمن بریدګر نږدې لویې لارې لور ته د تېښتې په مهال لیدل شوی دی.

تېره شنبه هم د امریکا په نیویارک کې د چاودنې له امله ۲۹ کسان ټپیان شوي و.

امریکایي چارواکو د دې چاودنې عامل احمد خان رحمي نیولی او رسماً یې د چاودنې مسوول بللی دی.

احمد خان رحمي افغان توکمه امریکايي دی.

ورته مطالب