ایا ډېر خوب د کار لپاره ښه دی؟

د انځور حقوق DIRIMA THINKSTOCK

معمولا د شرکتونو په زړورې نړۍ کې خلک د لږ خوب په کولو باندې ویاړي.

د شرکتونو نامتو مشران لکه د یاهو ماریسا مییر، د پپسیکو ایندرا نويي او د فیات کرایسلر سیرګیومارکیوني ټول په دې ویاړي چې د شپې لخوا یواځې څلور ساعته خوب کوي.

د هغوې له نظره، "خوب د ټنبلانوکاردی" او هرڅومره چې سهار له خوبه وختي راويښېږئ هغومره ښه په شوق سره کار کولای شئ.

خو که دا خبره سمه نه وي او برعکس يې ريښتیا وي: هرڅومره چې ډېر ساعتونه خوب کوئ، هغومره ښه کار کولای شئ؟

د یو لوې شرکت د ادارې چارو ۲۳ کلنې مشرې راته وویل: "د دوام وړ نه وه. نور مې خپل کار نشو کولای،"

خبره د خوب د نشتوالي پر سر وه. هغې هېڅکله هم ښه خوب نه کاوه، خو د خپل کار او مسلک له امله يې بې خوبي ډېره زیاته شوې وه.

هغه وايي: "د پوهنتون د وخت په پرتله راته دا د حیرانتیا وړ وه. [د ډېر کار کولو] هیلې زیاتې شوې وې او ډېر کارونه راپه غاړه وو. استراحت او آرام مې نشو کولای،"

د انځور حقوق ZORAN ZEREMSKI THINKSTOCK
Image caption دا چې په کور کې هم د دفتر په شان کار کېدای شي دانسان لپاره استراحت کول لاسختوي (تصویر د زوران زیریمسکي، تینک سټاک)

په داسې حال کې چې هغه په آسانۍ سره ویده کېدله، څلور ساعته وروسته به بیا راويښه شوه ، فکر به يې ډېر مشغول و او بيا به نشوای ویده کېدله.

په کار کې به ېې خپل فکر نشو راجمع کولاې او د کار حاصل به ېې لږ و. د اوونۍ د رخصتۍ په ورځو کې به يې خپلوانو او دوستانو سره راشه درشه نه کوله او هڅه به يې کوله چې د دوشنبې ورځې کار لپاره بیا ځان چمتو کړي.

په پای کې هغه د پیسو په بدل کې د خوب یو ورځیني کورس ته لاړه او هلته يې د بې خوبۍ سره د مقابلې لپاره ځینې لارې چارې زده کړې، لکه تنفسي تمرینونه، د ورځې لخوا لنډ مهالي استراحتونه، او منظم ورزش کول.

دا تجربه دومره ګټوره وه چې هغې خپل کارفرما ته هم په دې هکله وویل، او هغوی اوس خپلو ځینو کارکونکو ته دغسې کورسونه چمتو کوي او ورباندې پيسې لګوي.

هغه وايي کله چې خلک له بې خوبۍ ځوریږي او کاري وړتیا يې اغېزمنه شوې وي باید پټه يې نه کړي، خوسره د دې هغه خپله نه غواړي چې زه يې نوم واخلم یا يې د شرکت نوم په خپلې مقالې کې نشر کړم.

کله چې مې د دې مقالې لپاره خلکو سره خبرې کولې راته څرګنده شوه چې ځینې شرکتونه اوس دې ته پام کوي چې آیا کارکوونکي يې ښه خوب کوي که نه، خو نادرا غواړي دا مسله په ښکاره ووايي.

د انځور حقوق OcusFocus Thinkstock
Image caption هغه سپنيه رڼا چې موبایل ټیلیفونونه يې خپروي د خوب کیفیت ته زیان رسولای شي ( تصویر د اوکس فوکس، تینک سټاک)

په دې شرکتونو کې یوه استثنا د پي ډبلیو سي (PwC) په نامه د محاسبې یو شرکت دی. درې کاله پخوا، د خوب د اهمیت په اړه یوه برخه د خپلو کارکونکو د روزنې په پرواګرام کې شامله کړه.

د روزنې دغه کورس چې په بريتانیا کې د دې شرکت ۴،۵۰۰ کارکونکو په کې ګډون کړی وو، دې موضوع ته پام کړی وو چې د یو ډېر ګړندي او شدید کار په ترڅ کې څرنګه کېدای شي له فزیکي او روحي پلوه ځان روغ وساتل شي.

د دغې کورس مینه وال دومره ډېر شول چې ۱۸ میاشتې مخکې دغې شرکت په بریتانیا کې خپلو ټولو کارکونکو ته هغه پرانیست، او د خوب د چارو یو کارپوه یې راوست چې د کورس برخه والو ته لارې چارې ورزده کړي، او د ښه خوب کولو په اړه يې د شرکت په داخلي اېنټرانېټ کې هم لارښونې خپرې کړې.

تراوسه پورې له وخت نه مخکې ده چې د روزنې د کورسونو اغېزمنتوب کچه معلومه شي، خو د کورسونو ځینو ګډون کوونکو ویلي چې اغېزه يې مثبته وه او شرکت اوس په دې باندې بوخت دی چې د خپلو کارکوونکو د خوب د ښه کېدو لپاره نورې لارې چارې هم پیدا کړي، لکه د ځیرکو ټیلیفونونو اپونه او آنلاین روزنیزه کورسونه.

د پي ډبلیو سي شرکت د کارکوونکو د خیرښېګڼې د چارو یوه مشره مدیره، سالي ایوانز، وايي: "د دې ترڅنګ چې سمه لاره مو غوره کړې ده، دا یو جدې سوداګریز اړخ هم لري. خوب د ښې کاري وړتیا لپاره ډېر اړين دی،"

د انځور حقوق GETTY IMAGES
Image caption وروسته له دې چې د باسکټبال لوبغاړو له پنځو تر اوو اونیو پورې هره ورځ ۱۰ ساعته خوب وکړ د توپ غورځولو دقت کې يې ښه والی راغی ( تصویر د ګیټي)

په داسې حال کې چې پر کاري وړتیا او روغتیا باندې د ناکافي خوب کولو ناوړه اغېزې ثابتې شوې، خو د بل لوري یعنې د زیات خوب د ګټو په اړه ډېرې لږ څېړنې شوي.

یوه استثنا د ستانفورډ پوهنتون د طبي څېړنو پوهنځي دی، څېړنو يې موندلې چې کله د باسکټبال لوبغاړو ۵-۷ اوونې هره ورځ ۱۰ ساعته خوب وکړ د لوبو په بریالي ترسره کولو کې يې ښه والی راغی.

په بریتانیا کې د رانډ کارپوریشن څېړنو ، د ۲۱،۸۲۲ کارکوونکو د ارقامو له مخې، موندلې چې د هغو کسانو په پرتله چې د شپې له پنځو ساعتونو کم خوب کوي، د هغو کسانو تولیدي ګټورتیا د پام وړ اندازه بهتره ده چې هره شپه ۷-۸ ساعته خوب کوي.

همدا راز، د امریکا د متحدو ایالتونو د څه باندې ۷،۰۰۰ کسانو یوې وروستۍ څېړنې موندلې د هغو کسانو په پرتله چې وايي لږ خوب يې کړی، هغه کسانو چې وايي ډېر خوب يې کړی د عمومي روغتیا احساس کچه لوړه ده.

خو دا چې څومره ښه خوب کولای شئ دا یوه شخصي موضوع ده. آیا مناسبه به وي چې یو کارفرما په کې ورګډ شي؟

د خوب او بې خوبۍ د چارو کارپوه ډاکټر ګاې میډوز، وايي دا د خلکو د مجبورولو موضوع نه ده بلکې د اده چې د خلکو د اړتیا وړ معلومات ورکړل شي چې د هغو له مخې "سم انتخاب وکړي".

هغه وايي: "په تېر وخت کې خوب چل او تېرایستنه بلل کېده. خو اوس داسې نه ده. پر هغو علمې څېړنو باندې سترګې نشي پټېدای چې وايي له خوب څخه محرومیت له روحي، عاطفي او فزیکي پلوه زیان رسونکی دی. "

د انځور حقوق The Sleep School
Image caption ډاکټر کای میدوز وايي د خوب په اړه رویه په بدلېدو ده ( تصویر د خوب د پوهنځي)

کله چې یو شمېر شرکتونه ده ته ورغلل او ويې ویل چې د هغوی داخلي څېړنو موندلې چې د خوب مسله یوه ستره ستونزه ده، ډاکټر ګای یو پروګرام پیل کړ چې په ځانګړي ډول د شرکتونو په اړه و.

"خلکو ویل چې د روحي فشار احساس کوي او آرام نشي کولای".

د ښه خوب لپاره د ډاکټر ګای لارښونې:

  • هر شخص په خپل بدن کې له جنیټیکي پلوه د خوب لپاره د اړتیا وړ ساعتونو ځانګړې شمېره لري چې له ۴ تر ۱۲ ساعتونو پورې ده. ډېری خلک (۹۰سلنه) هره شپه ۷-۸ ساعته خوب ته اړتیا لري.
  • د کاري ورځې په ترڅ کې ځانته وخت پیدا کړئ او څو شېبې استراحت او آرام وکړئ.
  • خوب ته د تلو لپاره یو زنګ لرونکی ساعت وکاروئ.
  • د شپې تر ناوخته پورې ټلویزیون مه ګورئ.
  • د خپل خوب په خونه کې خپل موبایل ټیلیفون مه پرېږدئ، د ټیلیفون شنه رڼا د خوب کیفیت کموي.

د خوب په اړه د مشورو موسسه چې راز راز شرکتونه لکه پي ډبلیو سي، لویډز، یونیلیور، اولمپوس، اوجلوي او ماثر، او سموتي میکر اینوسینټ يې له مشتریانو څخه دي، لومړی له کارکوونکو غواړي چې د خپل خوب په اړه یو معلوماتي فورمه ډکه کړي او بیا هغوی ته نمرې ورکوي چې وپوهېږي کارونه يې څنګه دي، او په پای کې ورته د خوب د ښه والي په اړه لارښونې او مشورې ورکوي.

دا ټول معلومات محرم او بې نومه دي او یواځې عمومي پايلې يې له کارفرمایانو سره شریکوي.

ډاکټر ګای استدلال کوي چې دا کار د هغو شرکتونو لپاره ارزښت لري چې د خپلو کارکونکو د خوب د ښه والي لپاره پیسې لګوي او نه غواړي چې هغوی د کار وړتیا له لاسه ورکړي اویا سترې غلطۍ وکړي او پیسې بایلي.

خو په زیاتیدونکې نړیوالې دنیا کې چې کارکونکي يې باید معمولا سفرونه وکړي او یا په هغو ساعتونو کې چې د خوب وخت وي کار وکړي، ټیلیفونونو ته ځواب ووايي او برېښناليکونه وګوري اویا په کورکې هم د دفتر په شان کار کوي، آیا کافي خوب کول په ریښتیا شوني دي؟

د انځور حقوق nurulanga Thinkstock
Image caption د خوب د وخت لپاره د ساعت د زنګ کارول یوه له هغو لارو څخه ده چې ځانته یادونه کوئ چې د خوب وخت رارسېدلی او باید ویده شئ ( تصویر د نورولانګا، تینک سټاک)

نانسي روټشتاین، چې کارکوونکو ته د خوب د ښه والي په اړه مشورې او لکچرونه ورکوي، وايي دا هغه وخت کېدای شي چې که د شرکتونو کلتور یا رویه بدله شي او ډېر نور خلک وغواړي چې د دې مسلې په اړه په ښکاره وغږېږي.

هغه وايي که د یو شرکت یو مشر مامور نیمه شپه یا سهار وختي ایمیلونه استوي، او یا د ورځې لخوا له حده ډېر ساعتونه کار کوي نو د ټیټو مقامونو نور مامورین او کارکوونکي به هم ځان مجبوره ګڼي چې همدا کار وکړي.

نانسي روټشتاین مني چې دا یوه نسبتا ورو پروسه ده او په شرکتونو کې د خوب مسله یوه نوې مسله ده، خو هغه باور لري چې "دا یوه اجرايي اړتیا ده."

"هغه کلچر چې موږ جوړ کړی د پایښت وړ نه دی. هر څوک ژړا کوي چې "نور دې حالت ته دوام نشم ورکولاې."

د ادارې چارو سلاکارې لپاره بدلون دا وو چې هغه اوس د خپل کار غوښتنې پوره کولای شي. سره د دې چې تراوسه هم د بې خوبۍ شپې تېروي، خو تر درې شپو نه زیاتېږي، درې اوونۍ نه وي.

هغه وايي: "کله چې دا حالت راشي نه وارخطا کېږم. پوهېږم چې د سمبالولو لپاره يې وسایل لرم. "

ورته مطالب