اوباما د افریقايي امریکایانو موزیم پرانیست

Image caption په دې موزیم کې ۳۶ ټوټې اېښودل شوې، چې د افریقايي غلامانو د اخیستو مقابل کې ورکړل شوي توکي هم پکې دي. یو پکې د اورګاډي هغه خونه ده چې په شلمه پېړۍ کې د تورپوستانو لپاره ځانګړې شوې وه.

د امریکا ولسمشر بارک اوباما د لومړني تورپوستي ولسمشر په توګه په واشنګټن ډي سي کې د افريقايي امریکايانو تاریخ موزيم رسماً پرانیست. دا موزيم ۵۴۰ ميلیونه ډالره شاوخوا ارزښت لري.

بارک اوباما د دغه موزيم په پرانیست غونډه کې وويل، دا موزیم د ''ازادۍ په لوري د ګډ سفر'' ښکارندويي کوي:

''دا ملي موزيم موږ ته دا بډایه کيسه کوي چې څوک يو، د ولسمشر په ژوند مو هم ښه پوهوي خو د غلام د ژوند کيسه هم راته کوي.''

دا موزیم چې بریتانیايي انجینر ډېوېډ ادجایا ډیزاین کړی، د واشنګټن نېشنل مال تفریح ځای کې دی.

د موزیم پرانیست غونډې ته د امریکا مخکینی ولسمشر جورج ډبلیو بوش هم ورغلی و، چې نوموړي په ۲۰۰۳ کال ددغه موزیم د جوړېدو د هوکړې تړون لاسلیک کړی و.

د انځور حقوق Getty
Image caption اوباما وویل: ''دلته زموږ راتګ زموږ د پیاوړتیا پر اغېز دلالت کوي.''
د انځور حقوق Getty
Image caption وروسته اوباما د موزیم پرانیستلو په پار، په امریکا کې د تورپوستو وګړو تر ټولو له درناوي ډکې کلیسا زنګ وکړنګاوه.

اوباما وویل: ''دلته زموږ راتګ زموږ د پیاوړتیا پر اغېز دلالت کوي.''

ده وویل: ''د دغه موزیم پرانیستل دا نه ثابتوي چې ګنې امریکا یو نمونوي هېواد دی، خو هغه اندونه ثباتوي چې امریکا پرې ولاړه ده، هغه دا چې دا هېواد د بدلون او پاڅون له رحم نه زیږېدلی دی، زموږ د ولس پاڅون تر دې هم ښه کېدای شي.''

جورج ډبلیو بوش او د هغه مېرمنې لورا بوش هم ویناوې وکړې، بیا مشهور سندرغاړي سټیفي ونډر هم سندره وویله.

وروسته اوباما د موزیم پرانیستلو په پار، په امریکا کې د تورپوستو وګړو تر ټولو له درناوي ډکې کلیسا زنګ وکړنګاوه.

Image caption جورج ډبلیو بوش او د هغه مېرمنې لورا بوش هم ویناوې وکړې، بیا مشهور سندرغاړي سټیفي ونډر هم سندره وویله.
د انځور حقوق Getty
Image caption جورج ډبلیو بوش او د هغه مېرمنې لورا بوش هم ویناوې وکړې، بیا مشهور سندرغاړي سټیفي ونډر هم سندره وویله.

په دې موزیم کې ۳۶ ټوټې اېښودل شوې، چې د افریقايي غلامانو د اخیستو مقابل کې ورکړل شوي توکي هم پکې دي. یو پکې د اورګاډي هغه خونه ده چې په شلمه پېړۍ کې د تورپوستانو لپاره ځانګړې شوې وه.

موزیم کې یو سور کاډیلاک موټر هم دی چې د وتلي سمندرغاړي چاک بیري ملکیت و.

ورته مطالب