"د پاکستاني طالبانو يو لوړپوړی قومندان وژل شوی"

د انځور حقوق AFP

بېلابېلو نړیوالو او پاکستاني سرچینو ویلي، د پاکستاني طالبانو د تحریک لوړپوړی قومندان اعظم خان طارق د افغانستان په جنوب لوېدیځ پکتیکا ولایت کې وژل شوی دی.

دا برید چې د ياد شوي ولايت په برمل ولسوالۍ په لمنه سیمه کې چې د پاکستان وزیرستان ته نژدې سیمه ده ترسره شوی په اړه یې لا تر دې دمه کره معلومات نه شته.

یو شمېر سرچینو ویلي، برید د یکشنبې په شپه د افغانو ځانګړو ځواکونو له خوا شوی خو ځینې نورې بیا ادعا کوي چې برید د امریکا بې پیلوټه الوتکو ترسره کړی.

سره له دې چې د افغانستان دفاع وزارت او په پکتیکا کې سیمه ییز چارواکي په برمل کې د افغانو ځانګړو ځواکونو عملیات او لږ ترلږه د وسله والو مخالفو نهو تنو وژل تاییدوي، خو وایي چې د قومندان طارق د وژلو په هکله یې څېړنې پیل کړې دي.

د دفاع وزارت ویاند مرستیال محمد رادمنش بي بي سي ته وویل، په دې برید کې د القاعده شبکې څو قومندانان وژل شوي چې کېدای شي په دې کې اعظم خان هم وي.

ویل کېږي چې اعظم خان پخوا د پاکستاني طالبانو د تحریک ویاند او د دې ډلې څلورم لوړ پوړی چارواکی و چې د دې ډلې له مشر حکیم الله مسید سره یې نژدې اړیکه درلوده.

د انځور حقوق AFP

پېښور کې د چاروشننونکی رحیم الله یوسفزی وايي د اعظم خان طارق وژنه پر پاکستاني طالبانو یو "لوی ګوزار کېدلی شي". نوموړي زیاته کړه "که څه هم دغه ډله لا له وړاندې کمزورې شوې ده، تر منځ یې اختلافات دي او په ډلو ویشل شوي دي. د داعظم طارق وژنه پر دغې ډلې ډېر اغېز لري."

د یوسفزي په وینا د کمزورۍ یوه بېلګه يې دا ده چې دوی په شمالي وزیرستان کې یوه سیمه هم په خپل کنترول کې نه لري.

د پاکستان دولت د نوموړي په سر نژدې دوه سوه زره ډالر جایزه اېښې وه.

حکیم الله مسيد محسود په ۲۰۱۳ زیږدیز کال کې د امریکا بې پیلوټه الوتکې په پاکستان کې وواژه.

پاکستان او افغانستان په بیا بیا یو بل د وسله والو مخالفینو ته په پناه ورکولو تورنوي. د دواړو لوریو په خبرو چې د دغو وسلوالو بریدونو سیمه نا امنه کړې او زیانونه یې اړولي دي.

افغان دولت د پکیتکا عملیاتو ته په اشاره وایي دا برید ښیي چې افغانستان د ښو او بدو مخالفینو ترمنځ توپیر ته قایل نه دي.

افغان چارواکو تل له پاکستان څخه غوښتي چې په خپله خاوره کې مخالفین هدف کړي چې دغه غوښتنه په وروستیو کې لامل شوه چې د دواړو هېوادونو ترمنځ اړیکې ترینګلې شي.

ورته مطالب