د امریکا جنوبي کارولینا کې یوه زلمي خپل پلار وژلی

د انځور حقوق AP
Image caption په وروستیو کې د امریکا تعلیمي مؤسسو کې د خونړیو بریدونو کچه لوړه شوې ده.

د امریکا جنوبي کارولینا ایالت کې په وسلې یوه سمبال زلمي د لومړني ښوونځي پر دوو زده کوونکو او ښوونکي ډزې کړې. دغه زلمي له برید وړاندې خپل پلار وژلی دی.

امنیتي کسانو برید کوونکی نیولی، خو د ښوونځي نور زده کوونکي یې د ورڅېرمه کلیسا یوه خوندي ځای ته لېږدولي دي.

برید د ټاونفېل په نامه د یوه لومړني ښوونځي پر زده کوونکو شوی. په دې ښوونځي کې ۲۸۶ زده کوونکي زده کړې کوي.

سیمه ییزو چارواکو ویلي، د ویشتل شویو زده کوونکو روغتیايي وضعیت ښه نه دی، خو ژر په یوه چورلکه کې روغتون ته لېږدول شوي دي.

پولیس اوس له ښوونځي ته نژدې یونیم کیلومتره لیرې د یوه موندل شوي مړي د هویت موندلو په لټه کې دی، چې وايي شاید له دغه برید سره د یاد سړي مړینه هم تړاو ولري.

ورڅېرمه نورو ښوونځیو خپل امنیت ټینګ کړی، خو درسونه یې نه دي ځنډول شوي، خو ښوونځیو ته ناشنا کسان نه ورپرېږدي.

ښوونځیو د زده کونکو میندو او پلرونو ته په لیکلو پیغامونو کې خبر ورکړی چې د خپلو بچیانو د بېولو لپاره ښوونځیو ته ورشي.

په وروستیو کې د امریکا تعلیمي مؤسسو کې د خونړیو بریدونو کچه لوړه شوې ده. په وروستۍ پېښه کې د امریکا کونېکټيکټ ایالت په نیوټاون سنډې هاک ښوونځي پر زده کوونکو یوه شل کلن زلمي ډزې وکړې چې لږترلږه ۲۶ زده کوونکي او ښوونکي یې ووژل.

اړونده مطالب

ورته مطالب