اوباما: کانګرس 'تېروتنه' کړې ده

Image caption سره له دې چې د اباما ادارې یې د نه ترسره کېدو هڅه وکړه، خو سږ کال د امریکا د سنا مجلس د رایو په اتفاق هغه لایحه ومنله چې ''د ترهګرۍ د ملاتړو پر ضد عدالت'' نومېږي.

د امریکا ولسمشر بارک اوباما د کانګرس لخوا د خپلې هغې پرېکړې ردول یو خطرناک ګام بللی، چې له مخې یې د سپتمبر د یوولسمې د بریدونو په تړاو د سعودي عربستان د حکومت پر ضد محکمو ته غوښتنلیکونه وړاندې کېدای شي.

ولسمشر اوباما ویلي، دغه لایحه د حکومتونو د خوندیتوب نظریه له منځه وړي چې له هېواده بهر د امریکايي ځواکونو او چارواکو پر ضد شونو قضايي ګامونو ته لاره اوارولای شي.

د امریکا د متحده ایالتونو ولسمشر بارک اوباما وايي، دا یوه تېروتنه ده.

د امریکا د استخباراتو سي اي اې مشر جان برېنن هم اندېښنه لري چې د ولسمشر اوباما د پرېکړې خلاف رایه د دوی د ملي امنیت لپاره ناوړه پایلې درلودلی شي. د ده په وینا تاوان یې ډېر دی.

د ولسمشر بارک اوباما د واکمنۍ په دوره کې د لومړي ځل لپاره د ده د پرېکړې خلاف، د سنا مجلس کې ۹۷ د ۱ او د استازو مجلس کې ۳۴۸ د ۷۷ پر وړاندې رایه ورکړه.

سره له دې چې د اباما ادارې یې د نه ترسره کېدو هڅه وکړه، خو سږ کال د امریکا د سنا مجلس د رایو په اتفاق هغه لایحه ومنله چې ''د ترهګرۍ د ملاتړو پر ضد عدالت'' نومېږي.

د انځور حقوق AFP
Image caption اوباما دا رای اچونه ''بې سابقې خطرناکه'' وبلله

نوې لایحه د ۱۹۷۶ کال هغه قانون کې بدلون راولي چې نور هېوادونه د امریکا د قضايي ارګانونو له منګولو خوندي کوي. لایحه به د سپټمبر د یوولسمې د قربانیانو کورنیو ته حق ورکړي د سعودي دولت هر هغه غړی محکمې ته کش کړي چې برید کې د لاس درلودو شک پرې وي.

جمهوريپال سناتور جان کورنېن وايي د سپټمبر د یوولسمې مسئولان دې حساب ورکړي:

'د امریکا متحده ایالتونو کې د ترهګرۍ مالي ملاتړ داسې یو عمل نه دی چې موږ یې وزغمو، ان که زموږ یو متحد هېواد وي. څنګه یو کس وکړی شي له دغو کورنیو سره سترګې په سترګو شي، او ورته ووايي چې دوی دا موقع نه لري چې، د یوه بهرني هېواد پر وړاندې چې د دوی د کورنۍ د غړي د وژلو مسئول دی، د عدالت غوښتنه وکړي.''

Image caption بله خوا ښاغلي اوباما تر ولسمشريزو ټاکنو وړاندې پر داسې حساسې موضوع بحث کول، د خلکو لپاره ستونزمن بللی دی.

ښاغلي اوباما په خپلې ویټو رايې کې چې تر دې وړاندې یې د دغه لایحې پر خلاف کارولی ؤ، استدلال کاوه چې دا به د امریکا د متحده ایالتونو او سعودي عربستان اړیکې تر پوښتنې لاندې راولي، او خبرداری یې ورکړی ؤ چې له دې کار سره به د نورو هېوادونو لکه افغانستان او عراق قضايي ارګانونه هم امریکايي سرتېري محکمې ته کش کړي.

بله خوا ښاغلي اوباما تر ولسمشريزو ټاکنو وړاندې پر داسې حساسې موضوع بحث کول، د خلکو لپاره ستونزمن بللی دی.

د سپینې ماڼې ویاند جوش ارنسټ خبریالانو ته ویلي دا رایه ورکونه 'څو لسیزو کې د امریکا د متحده ایالتونو د سنا مجلس یوازینۍ خجالتوونکی کار دی.''

خو د دغه ګام ملاتړکوونکي ادعا لري چې لایحه یوازې پر هغو ترهګریزو بریدونو د پلي کېدو وړ ده چې د امریکا د متحده ایالتونو پر خاورې ترسره شوي وي.

د نیویارک سناتور چک شومر ویلي 'سپینه ماڼۍ او اجرائیه څانګه یې له حده ډېر ډیپلوماتیکي ملاحظې لري، خو موږ د کورنیو او عدالت په غم کې یو.''

د انځور حقوق EPA

د ۲۰۰۱ کال د سپتمبر پر یوولسمه د نیویارک پر سوداګریزو اسمان ځکالو ودانیو برید کې چې نژدې ۳۰۰۰ کسان پکې ووژل شول، له ۱۹ الوتکو تښتوونکو، ۱۵ یې د سعودي عربستان اتباع ول، خو په تېلو غني دغې پاچاهۍ او د امریکا د متحده ایالتونو ملګري له هر ډول لاس درلودو انکار وکړ.

اړونده مطالب

ورته مطالب