د نړۍ لسګونو مشران د شېمون پېرېز جنازه کې گډون لري

د انځور حقوق AFP
Image caption د شېمون پېرېز جنازه د عمومي درناوي لپاره له پارلمان بهر هم کېښودل شوه.

د نړۍ لسګونو مشران د اسراییل د پخواني ولسمشر شېمون پېرېز د جنازې مراسمو کې د ګډون لپاره دغه هېواد ته لاړل.

شېمون پېرېز چې د ۹۳ کلونو په عمر تېره چهارشنبه مړ شو د اسراییل د بنسټ اېښودونکو مشرانو په ډله کې ګڼل کیږي.

د هغه مړی د جمعې په ورځ په بیت المقدس کې خاورو ته سپارل کیږي.

دا مهال د بیت المقدس په لارو او کوڅو کې سخت امنیتی تدابیر نیول شوي او اسراییلي امنیتي ځواکونو د هر ډول نارامۍ د "مخنیوي لپاره" څو کسان د لنډمهال لپاره نیولي دي.

د امریکا، کاناډا فرانسې، جرمني، پولېنډ، مکسیکو، اسټرالیا، چیک، ایټالیا او نورو هېوادونو ولسمشران یا هم لومړي وزیران په دې مراسمو کې ګډون لري.

د ملګرو ملتو او ناټو سرمنشیان او د اروپايي کونسل د مشر په ګډون د نورو سیمه ییزو او نړیوالو ټولنو مشران هم د شېمون پېرېز خاورو ته سپارلو کې ګډون کوي.

* شېمون پېرېز څوک و؟

د انځور حقوق AP
Image caption شېمون پېرېز او د فلسطین د کورواکه ادارې مشر محمود عباس

د محمود عباس گډون

د فلسطین د کورواکه ادارې مشر محمود عباس هم د نوموړي په جنازه کې د ګډون لپاره بیت المقدس ته رسېدلی دی.

له ۲۰۱۰ کال راهیسې دا لومړی ځل دی چې محمود عباس بیا بیت المقدس ته ځي.

یوه اسراییلۍ رسنۍ ها ارتز وايي، محمود عباس پخپله د شېمون پېرېز په جنازه کې د ګډون غوښتنه کړې وه.

په ۱۹۹۳ کال او هغه مهال چې د فلسطینیانو پخوانی مشر یاسر عرفات په اوسلو کې له اسحاق رابین او شمعون پېریز سره په خبرو بوخت و، محمود عباس هم د فلسطینانو د مرکچي پلاوي غړی و او په اوسلو تړون کې یې لاسلیک هم شته.

د دغه تړون له مخې یو کال وروسته (۱۹۹۴) شېمون پېرېز، اسحاق رابین او یاسر عرفات د سولې نوبل جایزه هم ترلاسه کړه.

د فلسطین د کورواکه ادارې یو چارواکي اسوشېټېډ پرېس خبري اژانس ته ویلي، په دې مراسمو کې د ښاغلي عباس ګډون"اسراییلۍ ټولنې ته دا پیغام ورکوي، چې فلسطنیان سوله غواړي او په دې دلیل د سولې راوستلو لپاره د شېمون پېرېز هڅو ته درناوي کوي"

خو د فلسطینیانو یوه توندلارې ډله حماس - چې پر غزه واکمنه ده - ویاند یې په دغو مراسمو کې د محمود عباس ګډون غندي او شېمون پېرېز هم یو "جنایتکار" بولي.

په فلسطینیانو کې شېمون پېرېز نه یواځې د اوسلو تړون له مخې، بلکې پر ۱۹۹۶ کال د لبنان سوېل کې د ملګرو ملتونو پر قانا پنډغالي د توغندیو توغولو له امله هم پېژندل کیږي چې تر ۱۰۰ پورې فلسطینیان پکې ووژل شول.

دا پېښه د شېمون پېرېز د لومړي وزارت پرمهال شوې ده.

Image caption شېمون پېرېز له اسحاق رابین او یاسر عرفات سره یو ځای د سولې نوبل جایزه ترلاسه کوي.

د سیمې د کوم مشر څرک نشته

که څه هم نامتو لوېدیز مشران د شېمون پېرېز په جنازه کې ګډون کوي، خو د سیمې له هېوادونو یواځې اردن خپل استازی دغو مراسمو ته لېږلی دی.

ټاکل شوې د شېمون پېرېز د جنازې مراسمو کې د نوموړي پر دریو زامنو سربېره د اسراییل ولسمشر، لومړی وزیر او بارک اوباما ویناوې وکړي.

د شېمون پېرېز د مړي تابوت د عمومي درناوي لپاره د اسراییل له پارلمان بهر هم اېښودل شوی دی.

د زرګونو امنیتي ځواکونو ترڅنګ اته زره پولیس هم د دې مراسمو د خوندي تر سره کولو لپاره ګومارل شوي دي.

د اسراییل د پولیسو مشر دا عملیات د دغه هیواد په امنیتي تاریخ کې بې مخینې بللي دي.

د بریتانیا د سلطنتي کورنۍ له خوا شهزاده چارلز، د دغه هیواد پخوانی لومړی وزیر ټوني بلیر او د لندن پخوانی ښاروال بوریس جانسن هم د شېمون پېرېز جنازې ته تللي دي.

د انځور حقوق
Image caption ټاکل شوې بارک اوباما هم د شېمون پېرېز د جنازې مراسمو کې وینا وکړي.

ورته مطالب