تېرېزا می: له اروپایي ټولنې د بریتانیا وتلو بهیر تر شپږو میاشتو رسما پیلېږي

د انځور حقوق PA

د بریتانیا لومړۍ وزیرې تېرېزا می ویلي، له اروپایي ټولنې د دغه هېواد د وتلو بهیر به تر راتلونکو شپږو میاشتو په رسمي ډول پیل کړي.

مېرمن می بي بي سي ته وویل، د لزبن تړون ۵۰ مې مادې عملي کول به د راتلونکي میلادي کال د مارچ میاشتې تر پایه پیل کړي.

د لزبن تړون د ۵۰ مادې له مخې چې په ۲۰۰۹ کال کې د ټولنې غړو تصویب کړه، خو تراوسه هېڅکله عملي شوې نه ده، د ټولنې غړي هېوادونه د وتلو تر پرېکړې وروسته باید اروپایي ټولنې سره خبرې پیل کړي.

د غړیتوب پرېښودو د څرنګوالي پر سر د دواړو لوریو د هوکړې په صورت کې، وتل به د هوکړې له مخې وشي، خو که هوکړه ونه شي، د بېلتون غوښتونکي هېواد غړیتوب تر دوو کلونو وروسته پخپله لغوه کېږي.

مېرمن می همداراز وویل، د بریتانیا ملکه به د اروپایي ټولنې قانون په خپلې راتلونکې وینا کې لغوه کړي.

ددغه قانون پر بنسټ چې په ۱۹۷۲ کال کې د بریتانیا په پارلمان کې تصویب شو، دا هېواد د اروپایي ټولنې د قوانیو تابع شو او د اروپایي ټولنې قوانینو د بریتانیا پر کورنیو قوانینو لومړیتوب پیدا کړ. د اروپا د عدالت دیوان په عمل کې د بریتانیا د سترې محکمې رول ترسره کوي.

د اروپایي ټولنې د ۱۳۷۲ قانون په لغوه کېدو سره به د بریتانیا قوانین بېرته په دې هېواد کې د قانون اصلي مرجع وګرځي، لندن به د بریتانیا له قوانینو سره د اروپایي ټولنې د قوانینو پلې کولو ارزونه پیل کړي او له اروپایي ټولنې سره د قرارداد تر ۸۰ زرو ډېرې پاڼې چې په تېرو پنځو لسیزو کې یې تصویب کړي وارزوي او پرېکړه به وکړي چې کوم یو یې پاتط شي او کوم یې بدل شي.

مېرمن می د سنډې ټایمز ورځپاڼې ته ویلي، دا بدلون، د بریتانیا د خلکو منتخبو قانوني بنسټونو ته واک او قدرت بېرته ګرځوي او ورسره پر بریتانیا د اروپایي ټولنې د قوانینو واک پایته رسېږي.

اړونده مطالب

ورته مطالب