کیم کارداشیان د پاریس هوټل کې په وسلې ګواښل شوې

د انځور حقوق Getty
Image caption د فرانسې پولیسو دا خبر تایید کړی، چې ګواښونکو د کارداشیان د میلیونونو ډالرو په ارښت ګاڼه لوټلي او وړي دي.

په نړیواله کچه د ماډل پېژندل شوې څېره کیم کارداشیان د پاریس یوه هوټل کې په وسلې ګواښل شوې ده. د پولیسو په یونیفورم کې دوو کسانو هغه ګواښلې ده.

د اغلې کارداشیان ویاند ویلي، کارداشیان د دوشنبې په ورځ وختي د دوو مخ پټو کسانو له خوا، چې د پولیسو جامې یې لرلې ګواښل شوې.

د نوموړې د ویاند په خبره، کارداشیان ته په ګواښ کې کوم زیان نه دی رسېدلی، خو ډېره ترهول شوې ده.

د فرانسې پولیسو دا خبر تایید کړی، چې ګواښونکو د کارداشیان د میلیونونو ډالرو په ارښت ګاڼه لوټلي او وړي دي.

د کارداشیان مېړه کین وسټ د دغه خبر له اورېدو وروسته، په نیویارک کې د میډوز په نامه د موسیقۍ جشن په نیمايي کې پرېښود.

د انځور حقوق Getty
Image caption د کارداشیان مېړه کین وسټ د دغه خبر له اورېدو وروسته، په نیویارک کې د میډوز په نامه د موسیقۍ جشن په نیمايي کې پرېښود.

هغه خپلو مینه والو ته په خبرو کې وویل، اړ دی چې د یوې مهمې "کورنۍ موضوع" له کبله له وخت وړاندې دا جشن پرېږدي.

اړونده مطالب

ورته مطالب