روسیې له امریکا سره د پلوټونیم هوکړه لغو کړه

د انځور حقوق AFP
Image caption روسیه همدا اوس د اتومي وسلو پر عصري کولو کار کوي

د روسیې او امریکا متحدو ایالتونو تر منځ اړیکي مخ پر خړ پړ کېدو دي او په دې لړ کې روسیې د دواړو هېوادونو تر منځ د وسلو جوګه اضافي پلوټونیم شنډولو هوکړه لغو کړې ده. د ولسمشر پوتین په یوه امر کې پر امریکا تور پورې شوی، چې ' د ملګرتیا نه کولو ځینې اقداماتو له کبله یې ستراتیژیک ټیکاو ته ګواښ رامنځته شوی دی.'

مسکو دغه راز د امریکا لپاره د هوکړې له بیا تایید مخکې شرطونه ایښي دي.

د ۲۰۰۰ م کال د هوکړې له مخې دواړه لوريو باید تر ۳۴ ټنو پورې پلوټونیم په بټیو کې سوځلي وای. دا د اتومي ځواک لږولو بهیر یوه برخه ده.

د امریکا بهرنیو چارو وزارت به وینا ۶۸ ټنه ګډو پلوټونیم د اټکل شویو ۱۷۰۰۰ اتومي وسلو لپاره بسنه کوي.

دواړو لوریو ۲۰۱۰ کال کې دغه هوکړه دویم ځلي تایید کړه.

د دوشنبې په ورځ د روسیې ولسمشر له لوري د روسیې حکومت نه د امنیت خوندي کولو لپاره د اړینو اقداماتو غوښتنه شوې.

د انځور حقوق AP
Image caption ښاغلي پوتین د هوکړې بیا عملي کېدو لپاره شرطونه ایښي

اپریل کې ولسمشر پوتین ویلي و، چې امریکا د پلوټونیمو له منځه وړلو برخه کې خپل مسوولیت نه دی تر سره کړی.

۲۰۱۴ کال کې د امریکا متحدو ایالتونو او اروپايي اتحادیې د اوکراین ختیځ کې له بیلتون پالو سره د مرستې او له هغه وروسته، چې مسکو د اوکرایین سویل کې د کریمیا سیمه په خپله خاوره پورې وتړله پر مسکو بندیزونه ولګول.

د سوریې بمباري

تېره میاشت سوریې کې د روسیې له هوايي بمبار له پیله وروسته د دواړه هېوادونو تر منځ اړیکي نور هم کړکیچن شول.

د ځینو لخوا د روسیې دغه بمبارۍ جنګي جرمونه وبلل شول.

د روسي هوايي ځواکونه په سوریې د بشارالاسد حکومت د مخالفینو په ځپلو کې مرسته کوي.

دغو یاغیانو کې یو شمېر داسې ډلې هم شته، چې د امریکا او یا په خلیج کې د دغه هېواد د ځیني عرب متحدوینو ملاتړ له ځان سره لری.

روسیه همدا اوس د اتومي وسلو پر عصري کولو کار کوي.

ورته مطالب