استونیا لومړۍ ښځینه ولسمشره ټاکلې

د انځور حقوق AFP
Image caption اغلې کالیولایډ په یوه خبري غونډه کې وویل: "نن د استونیا ټول خلک بریالي شوي دي او موږ د هغه څه شاهدان یو چې استازو یې د ترسره کولو ژمنه کړې وه".

د استونیا پارلمان د سیاسي اړدوړ په درشل کې د دوشنبې په ورځ کیرسټي کالیولایډ د هېواد د لومړۍ ښځینه ولسمشرې په توګه ټاکلې ده.

د پارلمان غړو د رایو په اکثریت ۴۶ کلنه کریسټي کالیولایډ، چې د اروپايي ټولنې ممیزه وه، د نوې ولسمشرې په توګه ټاکلې ده.

وړاندې د استونیا ولسمشر توماس هیندریک ایلوز و، چې په تېرو دوو پړاوونو کې یې لس کاله ولسمشري وکړه.

کیرسټي د استونیا په تاریخ کې لومړنۍ ښځینه ولسمشره ده.

پارلمان کې شپږو ګوندونو له تېرو څو اونیو راهیسې هوکړه وکړه چې یو (ناګوندي) څوک به ولسمشرۍ ته معرفي کوي.

۸۱ استازو اغلې کالیولایډ ته رایې ورکړې او د ۲۰ استازو رایې له دې کبله ونه شمېرل شوې، چې پارلمان کې حاضر نه وو.

د استونیا نوې ولسمشره معمولاً تشریفاتي رول لري او لومړی وزیر د دولت د چارو د مخته وړلو دنده لري،خو ولسمشر کولی شي د پارلمان قوانین بدلولی شي.

اغلې کالیولایډ په یوه خبري غونډه کې وویل: "نن د استونیا ټول خلک بریالي شوي دي او موږ د هغه څه شاهدان یو چې استازو یې د ترسره کولو ژمنه کړې وه".

په تېره اګست میاشت کې پنځه کسان د استونیا ولسمشرۍ ته کاندید شوي وو، خو پارلمان کې اوسني موجوده ګوندونه له دوی څخه پر یوه کس سلا شول چې ولسمشرۍ ته به رسېږي.

د پارلمان دا کار د خلکو له توندو نیوکو سره مخامخ شو.

په ۱۹۹۱ کال د خپلواکۍ له وخت راهیسې اغلې کالیولایډ د استونیا پنځمه ولسمشره ده.

استونیا ۱٫۳ میلیون وګړي لري.

اړونده مطالب

ورته مطالب