سوریه کې داعش د کردانو پر واده ځانمرګی برید کړی

په برید کې تر ۹۰ ډېر نور کسان ټپیان شوي، چې د ډېرو وضعیت ناوړه ښودل شوی
Image caption په برید کې تر ۹۰ ډېر نور کسان ټپیان شوي، چې د ډېرو وضعیت ناوړه ښودل شوی

له سوریې نه رپوټونه وايي، ددغه هېواد په شمال ختیځ تل طویل کې د کردانو د واده پر مراسمو ځانمرګي برید لږترلږه ۳۰ کسان وژلي دي.

برید کوونکي د دوشنبې په شپه د حسکه ښار بهر د تل طویل سیمې د واده په یوه سالون کې پر ځان پورې تړلي چاودېدونکي توکي چوولي دي.

د زوم د وژل کېدو په اړه هم ضد او نقیض رپوټونه دي.

'اسلامي دولت' نومې ډلې ویلي، د دوی جنګیالیو دغه برید کړی.

له الحسکه ولایت نه د کردانو په مشرۍ ځواکونو جهادي ډلې وشړلې، خو د خونړیو بریدونو په مخنیوي کې پاتې راغلل.

د سوریې رسمي خبري اژانس 'سانا' ویلي، په برید کې ۳۰ کسان وژل شوي او ۹۰ نور ټپیان دي، خو د سوریې د بشري حقونو د څار ډلې د وژل شویو شمېر ۳۱ کسه ښودلی.

بریتانیا مېشتې دغې ډلې ویلي، زوم زرادشت مصطفی فاطمي هم وژل شوی.

خو د زوم یوه خپلوان ویلي، زوم ټپي شوی، خو پلار او ورور یې وژل شوي دي.

سرچینې اې ایف پي خبري اژانس ته ویلي ''دی او نوې مېرمن یې د خپلوانو کور کې وو، ده نه غوښتل څوک وګوري''.

Image caption په تېره اګست میاشت کې ترکیه کې پر یوه واده د ''اسلامي دولت'' ډلې برید لږترلږه ۵۰ کسان ووژل

ویل کېږي زوم فاطمي د هغې کورنۍ مخکښ غړی و، چې د سوریې په شمال کې د کردانو مشري کوي.

Image caption برید کوونکي د واده په سالون کې ځان پورې تړلي چاودېدونکي توکي چوولي

د دوشنبې په ګهیځ، دوو برید کوونکو د سوریې لوېدیځ حماه ښار د حکومت تر کنټرول لاندې یوه څلور لارې کې ځانونه وچوول، چې د 'سانا' په وینا، لږترلږه درې کسان پکې ووژل شول.

اړونده مطالب

ورته مطالب