له مشهورو شخصیتونو غلا شوي الماس څنګه پلورل کېږي؟

د انځور حقوق PA
Image caption د مېرمن کارډېشین ګاڼه په پاریس کې لوټ شوه

درې ورځې مخکې د پاریس په یوه ګران بیه مېشت ځای کې د مشهورې امریکايي ماډل کیم کارډېشین ګاڼه دوو نامعلومو وسله والو لوټ کړه. هغه ګاڼه چې له مېرمن کارډېشین نه لوټ شوې ویل کېږي، چې ارزښت یې نژدې ۱۰ میلیونو ډالره اټکل شوی دی.

ویل کېږي په دغه ګاڼه کې د الماسو هغه ګوتمۍ هم شته، چې وايي ۴ سوه زره ډالره ارزښت لري.

خو پوښتنه دا ده، چې د نړۍ د مشهورو شخصیتونو اړوند غلا شوي الماس څنګه پلورل کېږي؟

د لندن بېټن ګارډن سیمې نیل ډسټن د الماسو له لویو کاروباریانو یو دی. دی وايي پر ګران بیه کاڼو د لیزر له لارې یوه نښه کېندل کېږي.

د انځور حقوق Reuters
Image caption پولیس وايي مېرمن کارډېشین له دغې شوکې درې ورځې مخکې پر ټویټر خپل یو عکس خپور کړی و، چې د لاس ګوتمۍ کې یې لوی الماس له ورایه ښکاري

هغه وايي، دغه ډول نښه په ظاهره نه لیدل کېږي، خو وايي داسې هم نه ده، چې دغه چاره هېڅ نیمګړتیا نه لري. هغه وايي: دغه نښه له منځه وړل کېدای شي، خو څوک چې داسې کوي هغه پوهیږي چې څه کوي؟ ښاغلی ډسټن وايي د ۴۰۰ زرو ډالرو ارزښت الماس ته په بازار کې په اسانۍ پام اوړي، ځکه ډېر احتمال داسې دی، چې غله به دغه الماس په کوچنیو ټوټو بدل کړي.

که څه هم دې سره به د الماس ارزښت کې لږوالی راشي، خو وايي یو څو داسې الماس به ترې جوړ شي، چې پېژندل به یې ګران وي.

د الماسو خوندیتوب کمپنۍ سیفر جیمز څارونکی افسر لي هېنډرسن وايي، ښايي الماس هغو خلکو ته وروړل شوی، چې له مخکې په دې هر څه پوهېدل.

فرانسوي پولیس وايي ځانګړي الماس پر ټولنیزو پاڼو له لیدل کېدو وروسته په نښه کېږي.

پولیس وايي اغلې کارډېشین له دغې شوکې درې ورځې مخکې پر ټویټر خپل یو عکس خپور کړی و، چې د لاس ګوتمۍ کې یې لوی الماس له ورایه ښکاري. دغه ګوتمۍ هغې ته مشهور امریکايي سندرغاړي او د هغې مېړه کینې ویسټ ډالۍ کړې وه.