د سوریې – ترکیې پر پوله چاودنې '۲۹ کسان وژلي'

Atmeh
Image caption د سوریې ادلب ښار اړوند اتمه ښار د سوري اورپکو واک کې دی

رپوټونه وايي، د ترکیې او سوریې ترمنځ پر پوله چاودنې لږترلږه ۲۹ کسان وژلي چې ډېری یې اورپکي جنګیالي دي.

د سوریې د بشري حقونو بریتانیا مېشتې ټولنې ویلي، چاودنه د سوریې ادلب ولایت په سرحدي اطمه سیمه کې شوې ده.

د ترکیې حکومتي 'انادولو' خبري اژانس ویلي، چاودنه په سیمه کې د اورپکو د 'ساتونکو د بدلون' پرمهال شوې ده.

د 'اسلامي دولت' (داعش) نومې ډلې یوې اړوندې خبري سرچینې ویلي، ځانمرګي برید د اورپکو یو کاروان په نښه کړی دی.

د ترکیې په ملاتړ وسله والې ډلې دا مهال د سوریې – ترکیې په سرحدي سیمو کې د 'اسلامي دولت' پرضد جنګېږي.

دغه اورپکي د سوریې دابق ښار ته د جګړې رسول غواړي. دابق د 'اسلامي دولت' ډلې ټینګ مرکز ګڼل کېږي.

اړونده مطالب

ورته مطالب