د متیو توپان له امله د امریکا ۳ ایالتونو کې بېړنی حالت اعلان شو

د انځور حقوق AP

د متیو په نوم سمندري توپان چې په کارایب سیمه کې یې له ۳۰۰ ډېر کسان ووژل، د امریکا جنوب ختیځو سیمو په تېره فلوریډا یالت ته نږدې کیږي.

د امریکا ولسمشر بارک اوباما په فلوریډا، جورجیا او جنوبي کارولینا ایالتونو کې بېړنی حالت اعلان کړ.

سپینه ماڼۍ وایي، ښاغلي اوباما د دغو دریو ایالتونو او شمالي کارولینا له والیانو سره ټیلیفوني خبرې کړې او له دوی سره یې له فدرالي سرچینو هم د مرستې ژمنه کړې ده.

* امریکا کې سېلاب او اور سلګونه کسان بې کوره کړل

* د واورې توپان سره امریکا کې بېړنی حالت اعلان شو

امریکايي چارواکي وايي، په فلوریډا، جورجیا او جنوبي کارولینا ایالتونو کې یې له دو میلیونو ډېر کسان له سمندرغاړې سیمو څخه خوندي ځایونو ته لېږدولي دي.

د انځور حقوق Reuters

وېره ده چې دا توپان د شمالي کارولینیا سیمې هم اغېزمنې کړي.

متیو توپان په وروستۍ یوه لسیزه کې د کارایب سیمې تر ټولو لوی توپان دی او له هایټي او کیوبا وروسته د باهاما او فلوریډا په لور روان دی.

د توپان مرکز چې " د توپان سترګې" بلل کیږي، په ساعت کې ۲۰ کیلومتره مزل کوي، خو متیو داسې چټک بادونه پیدا کړي چې په ساعت کې له ۲۲۰ کیلومترو ډېر واټن کچ کوي او که د امریکا له جنوب ختیځې سمندرغاړې سره ولګیږي، نو ډېر ورانی کولی شي.

دغه توپان د هایټي په جنوب کې ډېر ورانی کړی، یواځې په ساد ولایت کې یې لږ تر لږه ۳۰ زره کورونه ویجاړ کړي دي.

د هایټي د کورنیو چارو وزیر وايي، چې په دې توپان کې د وژل شویو کسانو شمېر له ۲۸۳ پورته شوی دی.

هایټي د نړۍ یو بې وزله هیواد دی او ډېری اوسېدونکي یې په داسې کورونو کې ژوند کوي چې توپان یې په اسانه زیانمنوي.

د انځور حقوق Reuters

اړونده مطالب

ورته مطالب