پاکستان: که امریکا مو نه اوري، چین او روس ته به مخ واړوو

د انځور حقوق AP
Image caption په کشمیر کې له څو میاشتو راهیسې تاوتریخوالی روان دی.

د پاکستان د لومړي وزیر ځانګړی استازی مشاهد حسین سید وايي، که امریکا د کشمیر په مسله کې اسلام اباد ته غوږ ونه نیسي، نو د روسیې او چین لور ته به مخ واړوي.

نوموړي دا خبرې د پنجشنبې په ورځ په واشنګټن کې د امریکا اتلانتیک کونسل په نوم د یوه فکري مرکز په غونډه کې وکړې.

د مشاهد حسین سید په وینا؛ "امریکا اوس نړیوال ځواک نه دی، قدرت یې کمیږي، نور یې هېر کړئ".

* هند د پاکستان پولې ته څېرمه بمباري کړې

* هند به پاکستان نړۍ کې ګوښه کولو ته اړ باسي

د هغه په خبره، که څه هم چین د پاکستان نږدې ملګری دی، خو روسیه په لومړي ځل پر پاکستان د وسلو پلورلو ته چمتو شوې، ځکه امریکا ته پکار دي چې پر دغه بدلېدونکي سیمه ییز انډول ځان پوه کړي.

د پاکستان د لومړي وزیر ځانګړی استازی وايي، د بارک اوباما په مشرۍ د امریکا حکومت ته دا پوهېدل هم پکار دي چې د اسلام اباد له همکارۍ پرته په افغانستان کې سوله نشي راتللی.

د انځور حقوق AFP
Image caption هند په دې وروستیو کې په کشمیر کې پر کنټرول کرښه امنیتي تدابیر ډېر کړي دي.

په سمپسن انسټیټيوټ فکري مرکز کې هم مشاهد حسین سید وویل، د کشمیر د مسلې له هوارولو پرته افغانستان کې سوله نشي ټینګېدلی.

هغه زیاته کړه، امریکا ته دا ویل غواړي، چې په کشمیر کې د انساني حقونو خلاف ورزۍ کېږی او واشنګټن ته په دې برخه کې منځګړتوب پکار دی.

* کشمیر کې د هند پر پوځي اډه برید شوی

* هندي کشمیر کې هره ورځ نږدې ۵۰ کسان نیول کیږي

مشاهد حسین او د ملي اسمبلۍ یو بل غړی شزرا منصب دواړه د کشمیر کشالې د پورته کولو لپاره د امریکا په سفر وتلي دي.

په دې بهیر کې دواړه د امریکا د بهرنیو چارو وزارت له چارواکو سره لیدنې لري او په کانګرس کې هم له سناتورانو سره ویني.

داسې ښکاري چې دا دوه ځانګړي استازي په امریکا کې د ډیپلوماټیک فشار اچولو هڅه کوي.

د مشاهد حسین له خبرو په امریکا کې دا پوښتنه هم راپوته کېږي، چې که پاکستان متحده ایالتونو ته د یو کمزوري کېدونکي ځواک په سترګه ګوري، نو بیا یې د کشمیر مسله کې ولې همکاري غواړي.

له بلې خوا امریکا د کشمیر په تړاو دا دریځ لري چې واشنګټن دې کشالې ته د دوه اړخیزې معاملې په ډول ګوري او له نوي ډېلي او اسلام اباد غواړي چې خپلو کې تاوتریخوالی کم کړي.

ورته مطالب