نجونې د هلکانو پر تله د کور چارو ته ۴۰ سلنه ډېر وخت ورکوي

د انځور حقوق UNICEF
Image caption په رپوټ کې د ماشومانو ودونو او جنسي زور زیاتي شمېرې هم یادې شوې دي

د ماشومانو لپاره د ملګرو ملتونو سازمان اداره یونیسیف په یوه رپوټ کې وايي، چې نجونې د هلکانو پرتله بې مزده د کور چارو ته ۴۰ سلنه ډېر وخت ورکوي.

رپوټ وايي دغه توپیر په نړۍ کې هره ورځ ۱۶۰ میلیونه اضافي کاري ساعتونو ته رسېږي. له درېیو نه دوې نجونې هره ورځ پخلی کوي او یا کور پاکوي او نیمې نورې بیا سون توکي ټولوي او یا اوبه راوړي.

رپوټ کې دغه راز ویل شوي نجونې د ماشومانو یا سپین ږیرو پالنې په څېر چارې هم تر سره کوي، چې په ظاهره ( ډېر پام ) ورته نه اوړي.

د انځور حقوق EPA
Image caption نجونې له ماشومتوبه او خوند اخیستو ډېری فرصتونه قرباني کوي انجو ملهوترا

رپوټ دغه راز کاږي، چې د عمر له ډېرېدو سره د کاري ساعتونو توپیر هم ډېریږي. دوی وايي له پنځو تر نهه کلنۍ پورې د کورنیو چارو تر سره کولو کې د هلکانو پرتله د نجونو شمېر ۳۰ سلنه ډېر دی، خو بیا ۱۴ کلنۍ کې دغه توپیر ۵۰ سلنې ته لوړیږي.

رپوټ کې خبرداری ورکړل شوي، چې د سون توکو ټولولو یا اوبو راوړو لپاره له کورونو د نجونو بهر تګ سره د جنسي ځورونې خطر هم زیاتیږي.

سومالیا کې د لسو او ۱۴ کلونو تر منځ نجونې د بل هر هېواد پرتله په اونۍ کې ۲۶ ساعته ډېر وخت د کور چارو پر ترسره کولو تېروي.

د انځور حقوق Getty
Image caption رپوټ کې ویل شي نجونې د ماشومانو او سپین ږیرو پالنې په څېر چارې هم تر سره کوي، چې ډېر پام نه ورته اوړي

په بورکینا پاسو او یمن کې هم د هلکانو او نجونو تر منځ د کاري ساعتونو توپیر ډېر بلل شوی. د یونیسیف انجو ملهوترا وايي:

''نجونې د زده کړو، ودې او له ماشومتوبه د خوند اخیستو ډېر فرصتونه قرباني کوي. د ماشومانو تر منځ د کار دغه نا انډوله وېش جنسي تبعیض هم تل پاتې کوي او په ډ‌ېرو نسلونو کې د ښځو پر اوږو د کار بار ډېروي.''

دغه رپوټ د اکتوبر ۱۱ ورځې نژدې کېدو پر مهال خپور شوی، چې د ماشومو نجونو نړیواله ورځ ده او په کې د جنسي زور زیاتي، ماشومانو ودونو، نجونو سنتولو شمېرې هم یادې شوې دي.

اړونده مطالب

ورته مطالب