د جرمني پولیسو یو سوري وګړی د بمي برید په شک نیولی

د انځور حقوق AFP

د جرمني پولیسو ویلي؛ یو سوري کډوال یې د بمي برید په شک نیولی دی.

پولیسو دغه ۲۲ کلن هلک چې جابر البکر نومېږي له دوه ورځې څارنې وروسته د یکشنبې په شپه د لایپزیګ ښار کې ونیوه.

پولیسو د شنبې په ورځ لایپزیک ته څېرمه د کمنیتس ښار کې د هغه پر کور ورغلل او نژدې ۴۰۰ ګرامه چاودېدونکي توکي یې ترلاسه کړل. ددغې پلټنې په اوږدو کې پولیسو یو بل سړی هم ونیوه چې په دغه اپارتمان کې و.

همداراز دوه نور کسان هم د کمنیتس د اورګاډي تمځای کې نیول شوي چې له ښاغلي البکر سره یې اړیکې لرلې.

پولیسو د چاودېدونکو توکو د لېږدولو پرمهال نژدې ۱۰۰ کسان چې په دغه هستوګنځي کې یې ژوند کاوه، له خپلو کورونو ویستي دي.

د جرمني رسنۍ وایي؛ ښاغلي البکر ښایي هوډ درلود په پلازمېنه برلین کې پر یوه هوایي ډګر برید وکړي.

هغه اروپا ته د سوري کډوالو د ورتګ په څپو کې جرمني ته تللی دی.

اړونده مطالب

ورته مطالب