دویمه مناظره؛ پرهېلیري کلېنټن او بېل کلېنټن د ټرمپ لفظي ګوزارونه

د انځور حقوق Getty

د امریکا ولسمشریزو ټاکنو کاندیدانو ډونلډ ټرمپ او هېلیري کلېنټن په دویمه مناظره کې پر یو بل کلک تورونه پورې کړل.

دواړه کاندیدانو د مناظرې صحنې ته په ننوتلو یو بل ته لاس ورنکړ او د مناظرې په اوږدو کې یې په وار وار په کلکه یو پر بل توندې نیوکې وکړې.

دا مناظره د میزوري ایالت په سن لویس کې د واشنګټن په پوهنتون کې ترسره شوه او ګډونوالو نېغ په نېغه له دغو دوو کاندیدانو خپلې پوښتنې وکړې.

ښاغلي ټرمپ په دې مناظره کې پر هیلېري کلېنټن او د هغې پر مېړه او پخواني ولسمشر بېل کلېنټن په لفظي بریدونو سره د ښځو په تړاو له خپلو هغو خبرو دفاع وکړه چې په دې وروستیو کې یې ویډیو خپره شوه.

ښاغلي ټرمپ وویل؛ هېڅکله یې ښځې له جنسي پلوه نه دي ځورولي او په مقابل کې یې بېل کلېنټن ته په اشارې وویل چې دا کار یې کړی دی.

د ښاغلي ټرمپ خبرې داسې مهال مطرح کېږي چې تراوسه د جنسي ځورونې په تړاو پر بېل کلېنټن په رسمي توګه هېڅ تور نه دی پورې شوی.

ښاغلي ټرمپ نن له ځانه سره درې ښځې د مېلمنو په توګه راوستې وې چې د امریکا پر پخواني ولسمشر یې د جنسي ځورونې تور لګولی.

هیلېري کلېنټن د ښاغلي ټرمپ پر څرګندونو له نظر ورکولو ډډه وکړه.

د انځور حقوق AFP
Image caption بېل کلېنټن او ملانیا ټرمپ تر مناظرې وړاندې

ښاغلي ټرمپ د خپلو خبرو په یوه بله برخه کې وویل؛ مېرمن کلېنټن باید د بهرنیو چارو وزارت پرمهال د شخصي ایمیل کارونې اړوندو مسایلو په تړاو زنداني شي.

هغه وویل؛ که ټاکنې وګټي، د مېرمن کلېنټن په تړاو د څېړنې لپاره به یو ځانګړی څارنوال وټاکي.

مېرمن کلېنټن په دې برخه کې خپله تېروتنه له پخوا هم منلې او بخښنه یې غوښتې خو ویلي یې دي چې ددې کار له امله هېڅ ډول پټ معلومات نه دي افشا شوي.

دواړو کاندیدانو د روغتیا سېسټم، د امریکا له مسلمانانو سره د سلوک پر څرنګوالي، کډوالۍ، روسیې او د سوریې پر کړکېچ سره بحثونه وکړل.

ښاغلي ټرامپ څو څو ځله خپلو خبرو کې مېرمن کلېنټن ته درواغجن وویل او په مقابل کې بیا مېرمن کلېنټن ډونلډ ټرمپ تورن کړ چې په بله نړۍ کې ژوند کوي او له واقعیتونو بېخبره دی.

ددې مناظرې په وروستۍ پوښتنه کې د یو بل پروړاندې د دواړو کاندیدانو ژبه یو څه بدله شوه. له هغوی وغوښتل شول چې یو د بل مثبت ټکي ووایي. مېرمن کلېنټن د ټرمپ له اولادونو ستاینه وکړه او په مقابل کې ښاغلي ټرمپ بیا کلېنټن داسې یو څوک وبلله چې هېڅکله نه شاته کېږي.

اړونده مطالب

ورته مطالب