د افغانستان لپاره ستاسو غږ

کرزې در کنفرانس
Image caption کرزې در کنفرانس با سوالات مشکل

یوې مرکې کې ویلي په افغانستان کې تر نهه کلنې جګړې وروسته له طالبانو سره د جګړې د پای ته رسېدا په موخه خبرې شوې دي.

حامد کرزي د سي ان ان تلوېزیون خبریال لاري کینګ ته په واشنګټن پوست کې له طالبانو سره د افغان حکومت د پخلاینې د خبرو په اړه د خپاره شوي رپوټ په اړه وویل "دا د دواړو غاړو ترمنځ د لوړې کچې پټې خبرې وې، او موږ له طالبانو سره دا خبرې په دې موخه وکړې، چې هغوی هم د دې هېواد بچیان دي."

سي ان ان ته په مرکه کې ولسمشر کرزي دا هم وویل چې د سولې په تړاو دغو خبرو "په کوم ټاکل شوي ځای کې رسمي بڼه نه لرله، بلکې له څه مودې راهیسې په شخصي توګه نارسمي اړیکې نیول شوې دي."

کرزی وايي دی په دې اند دی چې د سول د عالي شورا تر جوړېدا وروسته به دغه خبرو ته دوام ورکړل شي، چې بل ځل به په رسمي تګه او په منظمه توګه ترسره کېږي.

تېره اوونۍ کلېکاږل واشنګټن پوست د یو شمېر افغان او عربي سرچینو له خولې ويلي وو چې له طالبانو سره په لوړه کچه پټې خبرې شوې دي.

د کلېکاږل واشنګټن پوست رپوټ کاږلي وو، چې په دغو خبرو کې د طالبانو استازو ته د کوټې د شورا او د طالبانو د مشر ملا محمد عمر لخوا پوره واک ورکړل شوی و.

رپوټ دا هم ویلي وو چې د طالبانو لخوا په دغو پټو خبرو کې ۱۵ غړو برخه اخیستې وه.

ولسمشر کرزي وویل کابل به د القاعدې او د