پخش این فایل در دستگاه شما پشتیبانی نمی شود.

گفتگوی شهزادګۍ هندیه با مرضیه عادل

د پخواني پاچا امان الله خان لور هندیه وايي، افغانستان اته لسیزې وړاندې په ختیځو هېوادونو کې یو له پرمختللوهېواد بلل کیده.

اغلې هندیه، چې اوس په افغانستان کې په مرستندویه کارونو بوخته ده، وايي په دغه هېواد خلک د پرمختګ سم اراده نه لري او دا هغه څه دي چې د دې په ټکو هغه تر ځوریږي.

هغې له بي بي سي سره په خبرو کې وویل، چې کورنۍ یې د دویمې نړیوالې جګړې پرمهال په ایټالیا کې له سختو اقتصادي ننګونو سره مخامخ وه.

دا وايي، مور یې ملکې ثریه د ژوند په وروستیو کې سخت ارمان درلوده، چې شین رنګی کمیس ولري خو دغه ارمان یې ترمرګه پوره نه شو.

په کابل زموږ همکارې مرضیه عادل له شهزادګۍ هندیه سره دهغې او دهغې د کورنې پر یادونو او نورو اړخونو مرکه کړې، چې پښتو بڼه یې حفیظ الله معروف وړاندې کوي.

اغلې هندیه په سر کې د خپلو بوختیاوو په اړه وايي: