BBC News, پښتو - کور پاڼه

مهم خبرونه

  • leaders

    اروپايي مشران د اوکرايین په اړه بېړنۍ غونډه کوي

    اروپايي مشران په داسې حال کې د اوکرايين د مسئلې په اړه په يوه بېړنۍ سرمشريزه کې راټولېږي چې له روسيې سره د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ د خبرو اترو په اړه اندېښنې مخ په زياتېدو دي. رويټرز خبري اژانس د فرانسې د ولسمشرۍ دفتر د یوه چارواکي او څلورو اروپايي ډيپلوماتانو له خولې ویلي، فرانسه له خپلو متحدينو سره د نا رسمي سرمشريزې جوړولو لپاره په خبرو اترو بوخته ده. دا غونډه ښايي په دوشنبه جوړه شي.

  • نوی ډیلی

    د نوي ډیلي اورګاډي تمځای کې د ګڼې ګوڼې له امله لږ تر لږه ۱۸ کسان مړه شول

    د هند پلازمېنې نوي ډیلي د یوه اورګاډي تمځای کې د ګڼې ګوڼې له امله لږ تر لږه ۱۸ کسان مړه شوي او شاوخوا ۱۰ نور ټپیان شوي دي. هندي چارواکو د مړو شویو کسانو نوملړ خپور کړی، چې پکې ۱۰ ښځې او ۴ ماشومان شامل دي.

  • ټرمپ وړاندیز وکړ چې د سعودي ولیعهد محمد بن سلمان هم کولی شي له پوتین سره د هغه په ​​ناسته کې ګډون وکړي.

    ولې ټرمپ په سعودي کې له پوتین سره د لیدنې وړاندیز وکړ؟

    کله چې د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ وویل، کولی شي په سعودي عربستان کې له خپل روسي سیال ولادیمیر پوتین سره د اوکرایین د جګړې د پای ته رسولو په اړه خبرې وکړي، ډېر خلک حیران شول، چې ولې یې د دې مهمې ناستې لپاره دغه هېواد د خبرو لپاره د ممکن ځای په توګه غوره کړ. هغه د غونډې لپاره نېټه مشخص نه کړه، خو ویې ویل دا په نژدې راتلونکي کې کېدی شي.

  • NADA

    د 'اولمپيک ماشومه' او ميندواري چې نړۍ يې حيرانه کړه

    ندی حافظ پاريس اولمپيک لوبو کې د تورې وهلو لوبه کې سيالي کوله، داسې حال کې چې اووه مياشتې ميندواره وه. دې پاریس الومپيک لوبو کې د امريکا اليزابېت تارتاکووسکي، چې اوومه شمېره ده، ماته ورکړه، خو د وروستیو ۱۶ لوبغاړو پړاو کې يې د جنوبي کوريا جيون هايونګ پر وړاندې ۱۵-۷ وبايلله.

  • بي بي سي "د کرېکټ هېره لوبډله" په نوم یوه نوي مستند کې له لوبغاړو او د دوی خوندي اېستلو کې له مهمو کسانو سره په خبرو د دې لوبډلې کیسې ته کتنه کوي

    د افغان ښځو کرېکټ لوبغاړې: "زه نه پوهېدم چې موږ به مرو که به ژوندي پاتې شو"

    مېل جونز د تلوېزوني وینا پر مهال هم له طالبانو د تېښتې په پلانولو فکر کاوه. هغې په دې برخه کې مرکزي رول درلود. د اسټرالیا پخوانۍ کرېکټره جونز په هغو دریو ښځو کې وه چې په مالي ملاتړ او پلان جوړولو سره یې په ۲۰۲۱ کال کې د افغان ښځو لوبډلې ته له هېواد د وتلو لار جوړه شوه.

له خبرونو ور هاخوا

څه؟ څنګه؟ ولې؟

  • انجنیر غفار د شوروي ځواکونو پر وړاندې د سټېنګر توغندیو د لومړي برید قومانده پر غاړه لرله.

    "زه پر شوروي ځواکونو د سټېنګر توغندیو د برید لومړنی قوماندان وم"

    هغه مهال چې انجنیر غفار د ۱۹۸۶ کال په اګست کې له افغانستانه پاکستان ته د ۱۰ تر ۱۵ کسانو یوې ډلې سره وغوښتل شو، نه پوهېده چې دوی به داسې بریدونه پیل کړي، چې ورسره به د شوروي د هوايي ځواک الوتکې او چورلکې څومره چې په افغانستان کې الوتنې کوي، هومره به په نښه کېږي.

  • د بشار الاسد زوی حافظ الاسد

    د بشار الاسد زوی حافظ چېرې راڅرګند شو او څه یې ویلي؟

    د سوریې د مخکېني ولسمشر بشار الاسد زوی حافظ په تېر ډیسمبر میاشت کې د بشار الاسد له پرځېدا وروسته لومړی ځل په یوه وېډیو کې راڅرګند شوی دی. په دې ویډیو کې، چې د فبرورۍ په ۱۲مه خپره شوې، حافظ الاسد د مسکو په یوه شتمنه سیمه کې د ورځې پر مهال ګرځي. حافظ بشار الاسد د خپل پلار د واکمنۍ تر سقوط وروسته لومړی ځل غږېدلی؛ چېرته راڅرګند شو او څه یې ویلي؟ د سوریې د مخکېني ولسمشر بشار الاسد زوی په تېره ډیسمبر میاشت کې د بشار الاسد له پرځېدا وروسته لومړی ځل حافظ په یوه وېډیو کې راڅرګند شوی دی.

  • خو د مسلمانانو یو شمېر ډلې او د اپوزیسیون ګوندونه وایي، دا بدلونونه سیاسي او د مودي د هندو ملتپال ګوند لخوا د اقلیتونو د حقونو د کمزوري کولو هڅې دي.

    ولې هند کې مسلمانان د ملکیت په قانون کې د بدلونونو مخالفت کوي؟

    په هند کې د لسيزو یوه زاړه قانون د بدلولو وړاندیز چې د دغه هېواد مسلمانانو له خوا په بسپنه ورکړل شويو میلیونونو ډالرو په ارزښت ملکیتونه اداره کوي، په دغه هېواد کې احتجاجونه پارولي دي. په دې ملکیتونو کې جوماتونه، دیني مدرسې، سرپناوې او زرګونه جریبه ځمکې شامل دي چې د وقف په نوم یادیږي او د یوه اداري پلاوي لخوا مدیریت کېږي.

  • د طالبانو ځینې وژل شوي مشران

    ځانمرګي بریدګر: د طالبانو هغه وسله چې د داعش لاس ته لوېدلې

    دا دویم ځل دی، چې په افغانستان کې د "اسلامي دولت" داعش وسله والو خپل چاودېدونکي توکي له یوه بانک سره نژدې وچوول؛ لومړی ځل په کندهار کې او دا ځل د افغانستان په شمال ختیځ کندوز ښار کې. د داعش په وینا، موخه یې د طالبانو حکومت سرتېري وو چې بانک ته د خپلو میاشتنیو معاشونو د ترلاسه کولو لپاره ورغلي وو. د تل په څېر، یو شمېر ملکي وګړي هم پکې ووژل شول.

  • مسعود

    د یوه پخواني ایراني ماشوم عسکر د ژوند ترخې تجربې: "زما بدن کې لاهم د مرمۍ ۲۵ پارچې شته"

    مسعود هاشمي وايي: "ما له نیمې پښې سره یو بوټ ولید، دا وېروونکې صحنه وه." هغه بي بي سي ته وویل، ۱۴ کلن و چې د ایران-عراق جګړې لومړۍ کرښې ته لاړ او ډېر ژر یې د لومړي ځل لپاره د یوه ملګري سرتېري پاتې شوني ولیدل.

د ټرمپ د ولسمشرۍ دوهمه دوره

د منځني ختیځ کړکېچ

د اقلیم بدلون

تازه خبرونه واورئ

  • راتلونکې برخه واورئ , Darman, ۱۲:۳۰, ۱۶ فبروري ۲۰۲۵, ۳۰،۰۰ موده

    مجله رادیویی در مورد مسائل صحی

  • واورئ, Second Eye, ۰۹:۲۹, ۱۶ فبروري ۲۰۲۵, ۱۵،۰۰ موده

    د افغانستان، سيمې او نړۍ وروستي خبرونه

  • راديويي څپې

    نړۍ دا وخت

    د بي بي سي پښتو ټلویزیوني خپرونه چې هره ورځ د افغانستان په شپږ بجو په ژوندۍ بڼه خپرېږي.

    بي‌بي‌سي پښتو پر خواله رسنیو:

    ډېر لوستل شوي