بلخ کې د محرم پر ویر کوونکو بمي برید کې ۱۴ کسان وژل شوي

په دې وسیله کې د غږ اوريدل او ویډیو لیدنه شونې نه ده.
ویل کېږي د کارته سخي بريد کې د دایکندي د ولايتي شورا غړې سميه محمدي هم وژل شوې

د افغانستان بلخ ولایت کې ځايي چارواکي وايي، د دغه ولایت بلخ ولسوالۍ کې یوې بمي چاودنې کې لږ تر لږه ۱۴ کسان وژل شوي او لسګونه نور ټپیان دي.

د بلخ د سرپرست والي ویاند منیر احمد فرهاد بي بي سي ته وویل، بم د برېښنا یوې ستنې کې ځای پر ځای شوی و، چې د ریموټ کنترول له لارې چوول شوی دی.

د عاشورا ورځ او د بي بي حوا اوښکې

هندوستان ټایمز: هند سوله غواړي، خو د ترهګرو ملګري

نوموړی وايي بم هغه مهال وچاودید، چې د محرم ویر کوونکي له یوه ځايي جومات نه د وتلو په حال کې وو. د پېښې په اړه تر اوسه نور جزیات نه دي ورکړل شوي.

بلخ کې له دې مخکې پر مذهبي مراسمو دغه ډول بریدونه نه دي لیدل شوي.

د بي بي سي خبریال عنایت شهیر د یو شمېر عیني شاهدانو له خولې وايي، چې لومړی د خلکو منځ ته یو لاسي بم وغورځول شو، ورپسې ډزې وشوې، چې وروسته دویمه چاودنه وشوه.

تر اوسه د برید پړه کومې ډلې پر غاړه نه ده اخیستې.

تېره شپه پلازمېنه کابل کې هم د محرم پر ویر کوونکو خونړي بریدونه وشول.