تایلېنډ کې د پاچا د مرګ له امله ملي ماتم روان دی

په دې وسیله کې د غږ اوريدل او ویډیو لیدنه شونې نه ده.
د تايلند پاچا پوميپون د خپل عمر په ۸۸ کلنۍ کې مړ شوی دی

تایلېنډ کې د پاچا پومیپون داني-ادی د مرګ له امله ملي ماتم روان دی. دغه هېواد کې بیرغونه نیم ځوړند دي او ټول داخلي تلویزونونه په کې د پاچا د ژوند په اړه فلمونه او مطالب خپروي. د بي بي سي په ګډون د بهرنیو رسنیو خپرونې په کې بندې شوې دي.

د شاهي ماڼۍ یوه چارواکي ویلي، د پاچا مړی به نن جمعه د اکتوبر ۱۴مه له روغتونه په پلازمېنې بنکاک کې مرکزي بودايي معبد ته انتقال شي.

د ده د مرګ رسمي ماتم به تر یو کال روان وي.

د انځور حقوق EPA
Image caption د پاچا مړینې له کبله د تایلنډ ولس کې غم او خواشیني لیدل کېږي

د تایلنډ رسنیو په رپوټونو کې ویل شوي، چې یو لوړ پوړی شاهي سلاکار د پاچا پوميپون داني-ادی له مړینې وروسته د سرپرست نایب السلطنت په توګه ټاکل شوی دی.

په یوه بل ناڅاپي اقدام کې پخوانی لومړی وزیر پریم تینسولانوندا د نوي پاچا له تاجپوشي مخکې په دنده ګومارل شوی دی.

د دغه هېواد لومړي وزیر اعلان کړی، چې ولیعهد شهزاده مها واتیرا نونګ کان به د تایلینډ نوی پاچا وي، خو په ظاهره داسې ښکاري هغه د پلار ویر لپاره لږ نور وخت غوښتی.

انځورونه: د تایلنډ پاچا پوميپون ژوند

د تایلنډ پاچا د ۸۸ کلونو په عمر ومړ

د هغه دغې غوښتنې حیرانتیا رامنځه کړې.

لسګونه زره کسان پلازمېنه بینکاک کې په هغه لاره کې په کتارونو کې درناوي ته ولاړ وو، چې د پاچا مړی پرې لېږدول کېده.

د پاچا مړی له هغه روغتونه چې د پنجشنبې په ورځ یې په کې ساه ورکړه د ولیهد شهزاده په بدرګه شاهي ماڼۍ ته ولېږدول شو.

د انځور حقوق EPA
Image caption لسګونه زره کسان پلازمېنه بینکاک کې په هغه لاره کې په کتارونو کې درناوي ته ولاړ وو، چې د پاچا مړی پرې لېږدول کېده

د پاچا مړي لېږدونکو ګاډو د کاروان د لارې په اوږدو کې د وسله والو ځواکونو سرتېري ځنګون کېش وو او د درناوي مراسم یې وړاندې کړل.

پاچا ته د درناوي وړاندي کونکي خلک پټه خوله ولاړ وو، خو د ځینو له سترګو اوښکې روانې وې. د پاچا پوميپون داني-ادی د مړینې له کبله په ولس کې پراخ غم او خواشیني خپره ده.

د تایلنډ پاچا پوميپون داني-ادی چې نړۍ کې یې د نور ټولو پاچاهانو په پرتله د اوږدې مودې لپاره واکمني وکړه، پرون پنجشنبه له ۷۰ کلنې پاچاهۍ وروسته مړشو.

د انځور حقوق Getty Images
Image caption ځايي ورځپاڼو خپلې پاڼې په تور او سپین رنګونو چاپ کړې

تایلنډیانو خپل ۸۸ کلن پاچا ته ډېر درناوی درلود.

له یو لړ سیاسي کرکېچونو او څو کودتاوو وروسته، ده ته د ثبات راوستونکي کس په سترګه کتل کېدل.

په دې وروستیو کې د پاچا روغتیا ښه نه وه او عامه ځایونو کې ډېر نه څرګندېده.