روسیې ویلي د اتو ساعتونو لپاره پر حلب بمباري دروي

حلب بمبارۍ د انځور حقوق Reuters
Image caption له درنو بمباریو وروسته د حلب ښار ډېرې برخه ویجاړه شوې

روسیې ویلي د سوریې پر حلب ښار به د لنډ مهال لپاره بمباري ودروي. مسکو ویلي حلب کې به د پنجشنبې په ورځ د اتو ساعتونو لپاره له ځايي مهال سره سم د ګهیځ له اتو د مازدیګر تر څلورو بجو پورې عملیات ودروي.

د روسیې دفاع وزارت چارواکو ویلي د بمبارۍ پر درولو له دې کبله هوکړه شوې، چې وسله وال او ملکي کسان وکولای شي له ښاره د وتلو فرصت ومومي.

خو د ملګرو ملتونو ادارې وايي د دغې چارې لپاره لږ تر لږه ۱۲ ساعتونه وخت په کار دی. د ملګرو ملتونو ویاند سټېفن دوجاريك وايي، موږ په جګړې کې د هرې وقفې هرکلی کوو، خو د مرستو رسولو لپاره اوږدمهاله وقفې ته اړتیا ده.

روسیې داسې مهال دغه اعلان کړی، چې ویل کېږي حلب کې د بمبارۍ له کبله د یوې کورنۍ ۱۴ کسان وژل شوي دي. رضاکار مرستندویان وايي د تېرو ۲۴ ساعتونو درنو بمباريو پایله کې دغه کسان وژل شوي، چې اته ماشومان او دوې مېرمنې هم په کې شامل دي.

دوی وايي، بمباریو کې داسې بمونه هم کاروول شوي دي، چې تر مځکه لاندې شوي پټنځایونه په نښه کوي او ځمکه لړزوي. د دوشنبې په ورځ د روسیې دفاع وزارت چارواکي سیرګي رودسکوی بمبارۍ کې د وقفې اعلان وکړ.

د انځور حقوق AFP
Image caption مرستندویانو دغه ۱۲ کلن زلمي ته د رسېدو لپاره چې یوې ویجاړې ودانۍ کې ایسار پاتې و، کرین کاروولی

ښاغلي ردوسکوی ویلي، روسیه د حلب لپاره د یوه حل لټون کوي، خو وايي د ټولو مسایلو په اړه به هوکړې ته رسېدل اوږد وخت واخلي.

نوموړی وايي له همدې امله روسیې پرېکړه کړې، چې له ښاره د ملکي کسانو، ټپیانو، ناروغانو او وسله والو د وتلو لپاره به د لږ وخت لپاره بمباري ودرول شي.

پر روسیې د حلب بمباريو له کبله لوېدیځ کې نیوکې ډېرې شوې دي.

پر حلب بمباري؛ پر سوریې او روسیې نوي بندیزونه ارزول کېږي

د سوریې د اوربند خبرې بې پایلې پای ته ورسېدې

د امریکا متحده ایالتونه او یو شمېر مشهورو سیاسي شخصیتونو پرې د جنګي جرمونو تورونه هم پورې کړي دي.

د بهرنیو چارو اروپايي شورا د دوشنبې په ورځ د خپلو موندنو پایلې اعلان کړې، چې وايي د په ممکنه جنګي جرمونو کې د روسیې او سوري حکومتي ځواکونو ښکېلتیا ښيي.