د کابل د ریشخور په پوځي مرکز کې ۵ امریکايانو ته مرګ ژوبله واوښتله

د انځور حقوق Reuters
Image caption امریکايي ځواکونه دا مهال د افغان سرتېرو د روزنې او ملاتړ ماموریت لري.

د افغانستان پلازمېنه کابل د ریشخور په پوځي اډه کې کې د افغان امنیتي ځواکونو په یونیفورم کې یو وسلوال دوه امریکایان ووژل او درې نور یې ټپیان کړل.

په دې پېښه کې یو سرتېری او ولسي وګړی وژل شوي دي.

افغان چارواکي دا ډول پېښې "زرغون پر ابي" بریدونه بولي.

د ناټو تړون چارواکي وايي، د پېښې ټپیان - دوه ولسي وګړي او یو خدمتي کس- په بد وضعیت کې دي.

بریدګر هم وژل شوي، خو تر اوسه د دې برید مسوولیت چا نه دی منلی.

* هلمند ته ۱۰۰ امریکايي پوځیان لېږل شوي

* د معلولو امریکایي پوځیانو شمېر ډېرېږي

پر دغو امریکايي پوځیانو په داسې مهال په پوځي اډه کې برید شوی چې ویل کیږي د افغان ځواکونو د روزنې، سلاکارۍ او مرستې دندې ته چمتو کېدل.

په افغانستان کې امریکايي او ناټو قومندان وايي، "هر وخت موږ د خپلې ډلې یو غړی له لاسه ور کوو او دا دردوونکې ده"

جنرال نېکلسن په بیانیه کې زیاتوي " موږ د دغه سرتېرو له کورنیو، خپلوانو او هغوی سره خواخوږي یو چې په ډله کې ور سره یو ځای و. "

د افغانستان د دفاع وزارت ویاند دولت وزیري وايي، د دې پېښې په تړاو یې پلټنې پیل کړې دي.

امریکايي ځواکونو پر ۲۰۱۴ کال په افغانستان کې پراخ یرغلیز عملیات پای ته ورسول.

دمګړۍ په افغانستان کې نږدې ۹۰۰۰ زره امریکا سرتېري شته، چې افغان ځواکونه روزي او د وسلوالو طالبانو او نورو ډلو په ضد یې د عملیاتو ملاتړ کوي.

ټاکل شوې وه د امریکايي ځواکونو شمېر ۵۵۰۰ ته کم کړل شوي، خو بارک اوباما د تېرکال په اکتوبر کې له افغانستان د امریکايي ځواکونو وتل ورو کړل.

د هغه د پرېکړې له مخې به تر راتلونکو دوو کلونو په افغانستان کې ۸۴۰۰ امریکايي ځواکونه ماموریت لري.

* امریکا افغانستان کې ۹۸۰۰ پوځیان پرېږدي

ورته مطالب