نیویارک ټایمز: کارپوهان د داعش وسلوالو مبایلونه او نور اسناد څېړي

نیویارک ټایمز:

د انځور حقوق Getty Images
Image caption له داعش د عراق د نیولو لپاره له دوو اونیو راهیسې عملیات روان دي.

امریکايۍ ورځپاڼه نیویارک ټایمز په عراق کې د اسلامي دولت ډلې د وژل شویو وسلوالو د جسدونو او د هغوی د اړوند شخصي شیانو د پلټلو په اړه یو مطلب خپور کړی.

په راپور کې ویل شوي، په موصل کې پر اسلامي دولت ډلې د نظامي فشار د زیاتیدو په تړاو کارپوهان هڅه کوي د دغه وسلوالو د تر لاسه شویو موبایلونو په څیړلو سره معلومه کړي چې دغه ډله د موصل له لاسه ورکولو وروسته څه پلان لري.

ورځپاڼه زیاتوي، داسې شواهد تر لاسه شوي چې دغه ډله غواړي د جګړې بڼه بدله کړي او هڅه وکړي چې د عراق او سوریې په نورو لویو ښارونو کې خپل وسلوال ځای پر ځای کړي او غواړي چې نښه ویشتونکي په لوړ پوړیزه ودانیو کې ځای پر ځای کړي.

د انځور حقوق Getty Images
Image caption امریکايي ځواکونه په عراق کې ډرون عملیاتو ته چمتو کوي.

ګارډین:

بریتانوۍ ګارډین وځپاڼه بیا وايي امریکا غواړي د خپلو بې پيلوټه الوتکو د کارولو دستګاوې د بریتانیا د شاهي هوايي ځواک په اډو کې نصب کړي.

ورځپاڼه د بشري حقونو هغو انديښنو ته اشاره کوي چې وايي ښايي بریتانیا د امریکا د بې پیلوټه الوتکو د پټ پروګرام په ملاتړ سره د بشري حقونو له نړیوالو قوانینو سرغړونه کړې.

انډیپنډنټ:

انډیپنډنټ بریتانوۍ ورځپاڼې د ترکیې د ولسمشر رجب طیب اردوغان د هغه وړاندیز په اړه مطلب خپور کړی چې له پارلمانه یې غوښتي، په دغه هېواد کې د اعدام سزا پلي کولو ته بیا اجازه ورکړي.

په دغه راپور کې ویل شوي، له ناکامۍ کودتا وروسته اردوغان هڅه کوي اساسي قانون تعدیل او خپل واک زیات کړي.

د انځور حقوق Getty Images
Image caption اردوغان له ناکامې کودتا وروسته د مخالفانو په ځپلو او واک زیاتولو تورنېږي

انډین اکسپریس:

هندۍ انډین اکسپریس ورځپاڼې لیکلي، د چین او هند د ملي امنیت سلاکاران به په نږدې راتلونکي کې په حیدر اباد کې د دواړو هېوادونو ترمنځ د اړیکو پر پراختیا خبرې وکړي.

ورځپاڼه زیاتوي، هند د چین پر هغه لویه پروژه هم ځینې ا عتراضونه لري چې د پاکستان تر کنټرول لاندې کشمیر او د دغه هېواد په نورو سیمو کې د شپږ څلویښت ملیارد ډالرو په لګښت عملي کیږي.

عربي ورځپاڼو په یمن کې د حوثي یاغیانو له خوا پر مکه مکرمه د توغندي برید په اړه ډیر مطالب خپاره کړي.

د انځور حقوق Getty Images
Image caption سعودي چارواکي وايي، د حوثیانو په برید کې مکې معظمې ته زیان نه دی رسېدلی

قطر الراي:

د قطر الراي ورځپاڼې په خپله سرمقاله کې ویلي، حوثي یاغیانو پر مکه مکرمه په برید سره غواړي سیمه کې جګړه رامنځته کړي.

ورځپاڼه زیاتوي، مکه مکره سره کرښه ده او پرې برید ستر جرم دی.

البیان:

د امارات البیان ورځپاڼه په همدې تړاو په خپله سرمقاله کې لیکي چې د مسلمانانو لپاره په تر ټولو مقدس ځای په برید کولو سره حوثي یاغیانو خپله اصلي څیره بربنډه کړله.

کویټ الرای:

د کویټ الرای ورځپاڼه بیا لیکي، حوثیان مرګ پر امریکا او مرګ پر اسراییل شعار ورکوي، خو د مسلمانانو پر قبله راکټي برید کوي.

خو په یمن کې د حوثي یاغیانو پلوۍ ورځپاڼې ویلي، د راکټي برید هدف په جده ښا رکې د ملک عبد العزیز هوايي ډګر و.

الثورة ورځپاڼې د یوه پوځې چارواکي په حواله ویلي، پر دغه هوايي ډګر برید په بریالیتوب تر سره شو او زیاتوي چې د نورو رسنیو له خوا خپاره شوي مطالب یواځې تبلیغاتي جګړه ده.

د انځور حقوق Getty Images
Image caption د سعودي په مشرۍ د عرب ټلوالې د ایتلاف په بمبارۍ او د حوثیانو په بریدونو کې د یمن ډېرې بېخبنايي ودانۍ له منځه لاړې