حیدري عبادي: ځواکونه له هرې خوا د ښار لور ته پرمختګ کوي

Image caption عراقي ځواکونه له سخت مقاومت سره هم مخ دي

عراقي ځواکونه چې له موصل د اسلامي دولت د اېستلو هڅه کوي د سې شنبې په ورځ د لومړي ځل لپاره د دغه ښار ختیزې لمنې ته ننوتل.

د بي بي سي یو خبریال چې - د عراق د ترهګرۍ ضد ځواکونو سره یو ځای دی- وايي، دغه ځواکونه له سخت مقاومت سره مخ دي.

دوی پر راکټ لنچر له توغېدونکو لاس بمونو او سپکو وسلو سره په نښه کېږي.

د عراق لومړي وزیر حیدر عبادي پر داعش وسلوالو غږ کړی چې یا "تسلیم شي او یا به هم وژل شي".

د ۲۰۱۴ په جون کې اسلامي دولت ډلې دا ښار نیولی دی.

نوموړي د ښار جنوب ته په قیاره هوايي اډه کې د وینا پر مهال په ډاګه کړه چې حکومتي ځواکونه له هرې خوا پرمختګ کوي او " د مار سر به پرې کړي".

د انځور حقوق Reuters
Image caption عراقي ځواکونو د موصل په یو کیلومترۍ کې سیمه نیولې

پنځوس زره عراقي ځواکونه، کورد وسله وال، سني قبایل او شیعه ملېشې د دوو اونیو عملیاتو کې ښکېل دي، چې موخه یې په عراق کې له تر ټولو مهم مرکز(موصل) د داعش اېستل دي.

* د عراق موصل ښار بېرته نیولو جګړه

* موصل جګړه: شیعه ملېشو پر تلعفر برید کړی

د عراق د ترهګرۍ ضد ځواکونو د موصل په ختیزه لمن کې وروستی کلی بوازیه د دوشنبې په وځ ونیو او بیا یې د کوکجالي صنعتي سیمې ته پرمختګ وکړ.

خو د سې شنبې په سهار بیا په دې هیله وخوځېدل چې موصل ته ننوځي، هغه ښار چې له دوه نیمو کلونو راهیسې د اسلامي دولت په لاس کې دی.

زموږ خبریال وايي، که ځواکونه په دغه ښار کې د پښې ځای پیدا کړي دا به د عراق او هغو ټولو هېوادونو لپاره د خوښۍ ورځ وي چې د داعش ضد جګړه کې ښکېل دي.

هغه هم په داسې مهال چې دوی د تېرو څو ورځو په پرتله له لا ډېر سخت مقاومت سره مخ دي.

د انځور حقوق pwemmerson
Image caption ځايي خلک بزاویا سیمې ته ستنېږي چې تېره ورځ عراقي ځواکونو نیولې ده.

دغه ځواکونه راکټ لنچرو، ماشینګڼو او نښه ویشتونکو ته په درنو وسلو او د امریکا په مشرۍ د نړیوال ایتلاف په بمبار سره ځواب ور کوي.

د عراقي پوځ نهمه زغره واله لېوا په هغه لار پر مخ ځي چې د ترهګرۍ ضد ځانګړو ځواکونو له ماینونو پاکه کړې او د رپوټونو له مخې له ښار پنځه کیلومتره لرې دي.

نور پوخ او کرد وسله وال د جنوب او شمال له لاري پرمختګ کوي، شیعه ملېشې هم د موصل لوېدیزې برخې ته د ننوتلو په هڅه کې دي.

له عملیاتو مخکې د اکتوبر پر ۱۷ د عملیاتو له پیلېدلو مخکې باور دا وه چې په موصل کې پر یو نیم میلیون وګړو سربېره له دریو زرو تر پنځو زرو وسله وال هم شته.

له ۱۷۹۰۰ ډېر وګړي له دې ښار وتلي او د ملګرو ملتونو د رپوټ له مخې د بد وضعیت لهامله به تر اوو لکو نور هم له دې ښار ووځي.

ورته مطالب