عبدالله د شانګهای همکاریو تړون ۱۵ سرمشریزه کې ګډون کوي

د انځور حقوق .
Image caption عبدالله عبدالله به په سرمشریزه کې پر وینا سربېره د ځینې هېوادونو له چارواکو سره هم خپلمنځي لیدنې ولري.

د افغان حکومت اجرایه رییس عبدالله عبدالله د شانګهای همکاریو تړون ۱۵ غونډه کې د ګډون لپاره قرغزیستان ته وخوځېد.

د اجرایه ریاست خبرپاڼه وايي، چې نوموړی له لوړپوړي پلاوي سره په دغه ناسته کې برخه اخلي.

د شانګهای همکاریو تړون سرمشریزه د پنچشنبې په ورځ د قرغزیستان په پلازمېنه بشکیک ښار کې جوړېږي.

په دغه سرمشریزه کې پر مهمو نړیوالو امنیتي او اقتصادي مسلو او د شانګهای تړون د غړو او څارونکو هېوادونو پر خپلمنځي همکارۍ خبرې کېږي.

* د شانګهای د ملګرتيا سازمان و پېژنئ

* افغانستان د ایکو، سارک او شانګهای له غړیتوب څه ګټه اخلي؟

د افغانستان اجرایه ریاست وايي، ښاغلی عبدالله به دغې ناستې ته په وینا کې له ترهګرۍ سره د مبارزې، افغانستان کې د سولې او ټیکاو او سیمه ییزې همکارۍ په برخه کې د شانګهای تړون د غړو هېوادونو پر همکارۍ ټینګار وکړي.

نوموړی به په شانګهای همکاریو تړون کې د افغانستان د تلپاتې غړېتوب د پروسې پر چټکولو هم زور واچوي.

افغانستان اوس د دې تړون څارونکی غړی دی.

عبدالله عبدالله به د سرمشریزې په اوږدو کې د دې تړون د ځینې غړو هېوادونو له لومړیو وزیرانو او استازو سره وګوري او پر خپلمنځي اقتصادي او امنیتي همکارۍ به ور سره خبرې وکړي.

په سیمه کې د ناټو او امریکا د نفوذ په وړاندې د اڼدول جوړولو لپاره د شانګهای همکاریو تړون په ۲۰۰۱ کال جوړ شو.

چین، روسیه، قزاقستان، ازبکستان، تاجکستان او قرغزستان د دې تړون غړي هېوادونه دي.